[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویلي، د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د پخواني قوماندان اکمل امیري په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
د یاد وزارت له خوا د وري په ۲۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ۲۲۱ شهيد آفتاب فرقې مجاهدينو د پروان ولايت سالنګ ولسوالۍ اړوند سيمه کې د بغاوتګرو پر پټنځای عمليات ترسره کړل چې په پايله کې یې د يوه قوماندان اکمل اميري په ګډون ۸ تنه ووژل شول.»
سرچینې زیاته کړې، په یادو عملياتو کې ۱ راکټ، ۲ پيکاوې، ۴ کلاشينکوفونه، ۲ کارميلې او ۱ د شپې ليدلو دوربین د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د اسلامي امارت مجاهدین به هېڅ ډلې او شخص ته اجازه ورنه کړي چې زموږ د وګړو امنيت او هوساينه خرابه کړي.»
قوماندان اکمل امیري د تېر جمهوریت پر مهال د ملي اردو افسر و، خو تر سقوط وروسته په هېواد کې پاتې شو او همدلته یې د پخواني لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء په مشرۍ له «ازادۍ جبهې» سره فعالیت پیل کړ.
د یادې جبهې ویاند نصرتالله فاتح رسنیو ته د قوماندان اکمل امیري وژل کېدل تایید کړی دی.
هغه زیاته کړې چې په یاده نښته کې د امیري په ګډون جنرال بصیر اندرابي هم له څلورو کسانو سره وژل شوی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP