ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې کوچیان: د څښاک پاکو اوبو په ګډون له ټولو لومړنیو امکاناتو محروم یو

تخار کې کوچیان: د څښاک پاکو اوبو په ګډون له ټولو لومړنیو امکاناتو محروم یو

author avatar
11 Apr 2023 - 14:29
تخار کې کوچیان: د څښاک پاکو اوبو په ګډون له ټولو لومړنیو امکاناتو محروم یو
author avatar
11 Apr 2023 - 14:29

تالقان (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): ځيني کوچیان چې د تخار ولایت په لرو سیمو کې د ډېرو کمو لومړنیو امکاناتو په لرلو سره ژوند کوي، په ژوند کې له دوامداره محرومیتونو شکایت لري او وایي، د څښاک پاکو اوبو په ګډون له هیڅ ډول امکاناتو برخمن نه دي.

ګُنځې کالي، چاودي لاسونه، د ژوند لپاره د مناسب ځای نشتون، له ښوونې او روزنې د ماشومانو محرومیت، د ژوند لپاره له لومړنیو امکاناتو دومداره بې برخې‌والی، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی او له بشري مرستو نه برخمنېدل دا ټول په تخار ولایت کې د کوچیانو د ستونزمن ژوند روایتونه دي.

د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یوه کوچي اسدالله له پژواک سره په خبرو کې وویل: «له نیکونو راهیسې د محرومیتونو په اوج کې ژوند کوو؛ نه د څښاک پاکې اوبه لرو، نه له بشري مرستو مستفید کېږو، زموږ یوازېنۍ هیله همدا کېږدۍ دي چې موږ له واورو، بارانونو څخه خوندي ساتي.»

د هغه په خبره، د دغه سیار کور -چې د پسه او وري له وړیو د  ۱۲ ورځو په موده جوړېږي- تر چتر لاندې هم خپله او هم یې څاروي ژوند کوي.

اسد الله له حکومته د دغه قومي لږه‌کیو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

یو بل کوچی محمدولي وایي: «د دې ترڅنګ چې د ژوند له لومړنیو امکاناتو بې‌برخې یو، سږ کال څرځایونه پر کرنیزو ځمکو تبدیل شوي، د څارویو د ساتنې لپاره د وښو له کمښت سره مخ یو چې دا څاروي زموږ د ګټې وټې یوه سرچینه ده، حکومت باید موږ ته پاملرنه وکړي.»

له بلې خوا، د کوچیانو یو قومي مشر حاجي عبدالوهاب وایي، په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دغه لږه‌کي قوم شاوخوا څلور سوه کورنۍ ژوند کوي چې د څښاک پاکو اوبو، ښوونځیو ته نه لاسرسي او اقتصادي بې‌وزلۍ په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي، د دوی یوازېنۍ عایداتي سرچینه د څارویو ساتنه ده چې د شته ستونزو له امله هغه هم کمرنګه شوې ده.

د تخار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي محمدالله حقاني په دغه ولایت کې د کوچیانو د ستونزو د تایید ترڅنګ وایي، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې ۳۵ زره کوچیان پر مالداراۍ بوخت دي، له همدې لارې خپل ژوند تېروي او ستونزو ته یې د رسېدنې هڅې دوام لري.

د یادونې ده، کوچیان پر تخار سربېره په نورو ولایتونو کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.