کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۲): د میدانوردګو د پخواني والي مظفرالدین یمین زوی (حامد یمین) ناپېژاندو وسلهوالو له خوا د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
د میدانوردګو ولایت یوه اوسېدونکي او ازاد ژورنالېست حبیبالرحمن ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه اته بجې د خوشحال خان په سپین کلي ساحه کې د یمین د کور مخې ته شوې ده.
هغه وایي، د مظفرالدین یمین زوی حامد یمین نومېده او ترکیه کې یې لوړې زدهکړې کړې وې.
په ټولنیزو پاڼو کې هم د حامد یمین د جنازې خبرتیاوې لاس په لاس کېږي.
پخوانی جهادي قوماندان مظفرالدین یمین د تېر حکومت پر مهال د میدانوردګو والي او له هغه مخکې د دغه ولایت د امنیې قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.
دغه موضوع مو د کابل له امنیې قوماندانۍ سره هم شریکه کړه خو تر اوسه یې څه نه دي ویلي.
Views: 978
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن