کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): د سټنډرډ ملي اداره وایي، تېر کال هېواد ته شاوخوا ۶۰۰۰۰ ټانکره نفتي توکي وارد شوي چې له دې ډلې ۱۰۰۰ ټانکره بېکیفیته توکي بېرته ګرځول شوي دي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې سرپرست ملا فیضالله تمیم نن په کابل کې د دغې ادارې د کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې د نفتي توکو د کیفیت او معیاري کولو په برخه کې ۸۰ سلنه شفافیت رامنځته شوى دی.
نوموړي زیاته کړه، تېر کال افغانستان ته شاوخوا ۶۰۰۰۰ ټانکره نفتي توکي د بېلابېلو بندرونو له لارې وارد شوي چې له دې ډلې ۱۰۰۰ ټانکره د بېکیفیته موادو له امله بېرته ګرځول شوي دي.
هغه وویل، تېر کال د سټنډرډ ملي ادارې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
دغهراز د یادې ادارې سرپرست له سوداګرو غوښتنه وکړه چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.
همدارنګه په یاده غونډه کې د سټنډرډ ادارې د مطابقت او ارزونې رییس مفتي فضلالرحمن منصور وویل چې یاده اندازه نفتي توکي د حیرتانو، اسلامکلا، تورغونډۍ، کندهار، نیمروز، فراه، آقینې، جلالاباد او شیرخان بندرونو لارې هېواد ته وارد شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د یادې ادارې ګرځنده لابراتوار په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات، فراه او هلمند ولایتونو کې له شاوخوا ۱۰۴۰ پمپ سټیشنونو او د تېلو له ذخیرو څخه څارنه کړې چې له ډلې یې ۲۷۰ تړل شوي دي.
منصور وویل، په یادو تړل شوو ذخیرو او پمپ سټیشنونو کې ۱۰۰ په کابل، ۸۰ په کندهار، ۴۰ په هلمند ، ۲۰ په هرات، ۲۰ په فراه او ۱۰ یې په ننګرهار کې دي.
هغه وایي چې روان کال د سټنډرډ ملي ادارې په مرکزي لابراتوارونو کې د تېلو، اوبلن ګازو او روغنیاتو په برخه کې ۱۲۳۱ نمونې ازمویل شوې او کیفیت یې تایید شوى دی.
دغهراز په یاده غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رییس مولوي وحیدالله احمد بدري وویل چې تر اوسه د دغې ادارې له لوري په ټولیزه توګه ۷۷۵ سټنډردونه او شپږ کوډونه د انجینرۍ، ښاري پراختیا، ساختماني، لویېلارو، سړک او پلونو په برخو کې ډیزاین او تدوین شوي دي.
نوموړی وایي، روان کال ۵۸ نوي سټنډردونه په نظر کې نیول شوي دي.
هغه وویل، د روان کال لپاره اته پراختیایي پروژې طرحه شوې چې د مالیې وزارت له منظورۍ وروسته به یې کارونه ترسره شي.
بدري د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د یادې ادارې مسوولینو ته د قزاقستان په الماتا ښار کې د میټرولوژي شورا کې د ګډون بلنه هم ورکړل شوې ده.
د یادونې ده، تېره ورځ هم د سټنډرډ ادارې له ایرانه وارد شوي ۱۶ ټانکره بېکیفیته ډېزل او پټرول له فراه ولایت څخه بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي وو.
Views: 88
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن