خوست ښار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): په خوست ښار کې ناپېژانده وسلهوالو يو صراف په ډزو وژلى دى.
د خوست د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، د احمدشاه مندوزي په نوم دغه صراف نن سهار د خوست ښار د زړو صرافانو په کوڅه کې وژل شوی دى.
هغه وويل، امنيتي ځواکونو هڅې پيل کړې چې د پېښې عاملين ژر ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د خوست ښار يوه صراف انعامالله پژواک اژانس ته بيا وويل چې یادو وسلهوالو د امنيتي ځواکونو يونيفورم درلود.
هغه وويل، وسلهوالو هغه مهال ياد صراف په ډزو وواژه چې هغوی ته يې د پيسو ورکړې غوښتنه نه وه منلې.
د نوموړي په خبره، ياد صراف له هېچا سره شخصي ستونزه نه درلوده.
هغه له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې د دغې پېښې عاملين ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د هغه په وينا، د خوست ښار صرافانو د اعتراض په ډول د وژل شوي صراف جسد د خوست ولايت مخې ته انتقال کړی او خپلې صرافۍ يې هم تړلې دي.
Views: 360
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن