کلات (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د زابل د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو کرکيله ډېره شوې چې حاصلات به یې هم د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه ډېر وي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي عطاءالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال له یوې خوا کافي اورښتونه وشول او له بلې خوا دوی وار له مخه پر زرګونو کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل چې د غنمو ډېر کر ته یې لار هواره کړه.
هغه زیاته کړه، تېر کال په مرکز کلات او ولسوالیو کې په تخمیني ډول پر ۱۰ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو چې ۱۷ زره ۶۰۵ ټنه حاصلات ورڅخه ترلاسه شوي وو، خو سږ کال په ۱۳ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې په تخمیني ډول به ۳۰ زره ۴۶۰ ټنه حاصلات ترلاسه ترلاسه شي.
نوموړی وايي، په دې توګه به سږ کال په یاد ولایت کې د غنمو حاصلات ۵۵ سلنه ډېر وي.
بلخوا، د زابل کروندګر وايي، دا چې سږ کال اورښتونه ډېر وو نو دوی هم پر خپلو ځمکو غنم کرلي چې ښه حاصلاتو ته یې په تمه دي.
د مرکز کلات یوه کروندګر سرور خان پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې یې پر خپله ځمکه کوکنار کرل، خو پر دغه بوټي له بندیز لګېدلو وروسته یې سږ کال پر خپله ځمکه غنم کرلي دي.
هغه وايي، تمه ده چې له خپلې ځمکې ښه حاصلات واخلي او په ښه بیه یې وپلوري.
خو نوموړی دا غوښتنه هم کوي چې له کروندګرو سره دې په پرلهپسې توګه وخت په وخت د اصلاح شوو تخمونو او کېمیاوي سرې مرسته وشي.
د محمد اسلم په نوم بل کروندګر هم پژواک ته وویل چې سږ کال په یاد ولایت کې د غنمو کر ډېر شوی، خو ترڅنګ يې زیره او نور حبوبات هم کرل شوي دي.
هغه زیاته کړه، د کرنې ریاست دې له دوی سره د غنمو د ودې، ښو حاصلاتو لاسته راوړلو او د امراضو مخنیوي په برخو کې مرستې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP