Language

«د افغانستان په رسمیت نه پېژندل سوداګر او پانګه‌وال له ننګونو سره مخ کړي دي»

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان په رسمیت نه پېژندل، د سوداګرو او پانګه‌والو فعالیت برخه کې سترې ننګونې رامنځته کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا څرګندونې د دغه بنسټ لومړي مرستیال محمدیونس مومند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتنبایوا او د يوناما اقتصادي پروګرامونو مسؤولې دینای بوګاس سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې د مومند له قوله ویلي: «په افغانستان کې د امنيت تامين، د کوکنارو د کښت نه‌شتون او په دولتي ادارو کې د اداري فساد له منځه وړل په هېواد کې د پانګونې لپاره يو ښه فرصت دی.»

نوموړي له یوناما څخه د مالیاتي خدمتونو د تنظیم، په افغانستان کې د معیاري زیربناوو رامنځته کولو، د کوچنیو کاروبارونو لپاره د معیاري کاري سیستم جوړولو او د هېواد د کرنې میکانیزه کولو برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.