کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان په رسمیت نه پېژندل، د سوداګرو او پانګهوالو فعالیت برخه کې سترې ننګونې رامنځته کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا څرګندونې د دغه بنسټ لومړي مرستیال محمدیونس مومند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) له مشرې روزا اوتنبایوا او د يوناما اقتصادي پروګرامونو مسؤولې دینای بوګاس سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
سرچینې د مومند له قوله ویلي: «په افغانستان کې د امنيت تامين، د کوکنارو د کښت نهشتون او په دولتي ادارو کې د اداري فساد له منځه وړل په هېواد کې د پانګونې لپاره يو ښه فرصت دی.»
نوموړي له یوناما څخه د مالیاتي خدمتونو د تنظیم، په افغانستان کې د معیاري زیربناوو رامنځته کولو، د کوچنیو کاروبارونو لپاره د معیاري کاري سیستم جوړولو او د هېواد د کرنې میکانیزه کولو برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
سرچینې همداراز ويلي چې د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان په رسمیت نه پېژندل د سوداګرو او پانګهوالو د فعالیت په برخه کې ستره ننګونه ده.
مومند له یوناما ادارې څخه غوښتي، هغو سوداګرو ته چې په افغانستان کې دننه فعالیت کوي د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له استازو سره د ناستو زمینه برابره کړي.
مومند د خصوصي سکټور او سوداګرو د کنګل شوې پانګې پر خلاصون ټينګار وکړ او ويې ویل، د يادې پانګې په خلاصون سره به افغان سوداګر وکولای شي چې له خپلو نغدي پانګو په ګټې اخيستنې سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه رول ولوبوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دینای بوګاس په دې برخه کې د هراړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









