Language

کندهار کې ماین چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کندهار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲) چارواکي وایي، د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.

دغه پېښه تېره ورځ ناوخته (جمعه، د وري ۲۵مه) د میانشین ولسوالۍ په خاشکشي سیمه کې شوې ده.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاده پېښه کې ټپي شوی ماشوم روغتون ته لېږدول شوی خو د روغتیا په اړه یې لا هم معلومات نشته.

هغه زیاته کړه: «دا پېښه پرون شوې ده او دغو دوو کوچنیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.»

login or register a new account.

Related Topics