منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې ماین چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۲ کتنې · تازه شوی

کندهار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲) چارواکي وایي، د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.

دغه پېښه تېره ورځ ناوخته (جمعه، د وري ۲۵مه) د میانشین ولسوالۍ په خاشکشي سیمه کې شوې ده.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، په یاده پېښه کې ټپي شوی ماشوم روغتون ته لېږدول شوی خو د روغتیا په اړه یې لا هم معلومات نشته.

هغه زیاته کړه: «دا پېښه پرون شوې ده او دغو دوو کوچنیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.»

که څه هم په کندهار کې د ماین‌پاکۍ ځينې موسسې د ماینونو او ناچاودو توکو د له منځه وړلو په برخه کې پر فعالیت بوختې دي، خو بیا هم دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

تېره اونۍ د وري په ۲۱مه نېټه هم د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر دوو ماشومانو ماین چاودنه کړې وه چې یو وژل شوی او بل ټپي وو.

د کندهار اوسېدونکي وایي، د ماینونو او ناچاودو توکو د له منځه وړلو برخه کې باید جدي کار وشي او په دې برخه کې دې موسسې او مسوولین فعالیتونه ډېر کړي.

د کندهار اوسېدونکی کوثر احمد وایي: «موږ دا دی هر وخت اورو چې ماینونو یا ماشومان یا نور کسان وژلي وي، نو باید ناچاوده توکي او ماینونه ټول له منځه ولاړ شي، د مرګ‌ژوبلې مخنیوی وشي.»

د کندهار په ډېرو سیمو کې د ماینونو ترڅنګ ناچاوده توکي هم شته چې ډېری وخت یې د لېږد پر مهال چاودنې رامنځ کېږي او د خلکو ژوند ګواښي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه