کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): نن د څلور میاشتې مخکې په پرتله د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۵،۵ سلنه لوړ شوی دی؛ د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي، افغانیو ته د ډېرې تقاضا له امله د هغې ارزښت د ډالرو په مقابل کې لوړ شوی دی.
د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، نن (د وري ۲۷مه) د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۵،۲۳ افغانۍ ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په مرغومي میاشت کې د یوه ډالر د پېر بیه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې وه، خو دا چې د ډالرو ارزښت ۹۰ افغانیو ته ورسېد، مرکزي بانک په اوونۍ کې تر ۲۰ میلیون ډالرو پلورلو سیاست غوره کړ او د افغانیو ارزښت یې بیا ځلي لوړ کړ.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، د اختر نږدې کېدو له امله د افغانیو لپاره تقاضا ډېره شوې او په پایله کې یې په بازارونو کې افغانۍ کمې شوې او ارزښت یې لوړ شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن