منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۸ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اختر په نږدې کېدو سره د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۴۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): نن د څلور میاشتې مخکې په پرتله د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۵،۵ سلنه لوړ شوی دی؛ د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي، افغانیو ته د ډېرې تقاضا له امله د هغې ارزښت د ډالرو په مقابل کې لوړ شوی دی.

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، نن (د وري ۲۷مه) د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۵،۲۳ افغانۍ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په مرغومي میاشت کې د یوه ډالر د پېر بیه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې وه، خو دا چې د ډالرو ارزښت ۹۰ افغانیو ته ورسېد، مرکزي بانک په اوونۍ کې تر ۲۰ میلیون ډالرو پلورلو سیاست غوره کړ او د افغانیو ارزښت یې بیا ځلي لوړ کړ.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، د اختر نږدې کېدو له امله د افغانیو لپاره تقاضا ډېره شوې او په پایله کې یې په بازارونو کې افغانۍ کمې شوې او ارزښت یې لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د اختر شپې ورځې دي او هغه افغانان چې په بهر کې دي، هر یو یې خپلو کورنیو ته لږ یا ډېر ۱۰۰۰ ډالر را لېږي او بله خبره دا ده چې د روژې میاشت ده، موسسې او خلک بازار ته ډالر وړاندې کوي او د مرستو په موخه افغانۍ اخلي چې دا هم د ډالرو په مقابل کې د افغانیو پر لوړېدو اغېزه کوي.»

نوموړي وویل، تر پنځو نورو ورځو پورې به د افغانیو ارزښت لوړ شي؛ ځکه چې لا هم له بهره کورنیو ته پیسې راځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد