Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د نجونو شمېر ډېر دی

کندهار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): په کندهار کې د دې ترڅنګ چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ماشومانو شمېر له پخوا ډېر شوی، ورسره په خوارځواکو ماشومانو کې بیا د نجونو د خوارځواکۍ کچه ۲۵ سلنه لوړه شوې ده.

روغتیايي مسوولین وایي، خلک د ښځینه اولادونو په پرتله نارینه ته ډېره پاملرنه کوي او د نجونو خوړو یا پالنې ته ډېره پاملرنه نه کوي.

د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکټر محمد صدیق وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې په دغه روغتون کې ۲۶۹۷ خوارځواکي ماشومان بستر شوي وو چې له دوی څخه ۱۵۱۷ یې نجونې وې.

هغه زیاته کړه: «تېر کال موږ ۱۱۸۰ تنه خوارځواکي هلکان او ۱۵۱۷ تنه نجونې بستر کړې وې، د نجونو شمېر ځکه زیات دی چې خلک د نجونو په پرتله هلکانو ته پاملرنه ډېره کوي.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.