کندهار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): په کندهار کې د دې ترڅنګ چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ماشومانو شمېر له پخوا ډېر شوی، ورسره په خوارځواکو ماشومانو کې بیا د نجونو د خوارځواکۍ کچه ۲۵ سلنه لوړه شوې ده.
روغتیايي مسوولین وایي، خلک د ښځینه اولادونو په پرتله نارینه ته ډېره پاملرنه کوي او د نجونو خوړو یا پالنې ته ډېره پاملرنه نه کوي.
د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکټر محمد صدیق وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمريز کال کې په دغه روغتون کې ۲۶۹۷ خوارځواکي ماشومان بستر شوي وو چې له دوی څخه ۱۵۱۷ یې نجونې وې.
هغه زیاته کړه: «تېر کال موږ ۱۱۸۰ تنه خوارځواکي هلکان او ۱۵۱۷ تنه نجونې بستر کړې وې، د نجونو شمېر ځکه زیات دی چې خلک د نجونو په پرتله هلکانو ته پاملرنه ډېره کوي.»
نوموړی وايي، ډېری مېندې خپلو لوڼو ته ډېرې شيدې نه ورکوي او فکر کوي چې دا به خپله د ښځو پر روغتیايي وضعیت بد اغېز ولري، خو پر وینا یې چې داسې نه ده، بلکې ماشوم ته ډېرې شیدې ورکول مور ته یې هم ګټه رسوي.
میرویس روغتون ته راغلې د ماشومانو پایوازانې هم مني چې په ټولنه کې د ښځينه اولادونو په پرتله نارینه اولاد ته ډېره پاملرنه کېږي، نو ځکه د نجونو د خوارځواکۍ کچه لوړه ده.
د یوې ماشومې پایوازه زینب په دې اړه وایي: «زما درې لورګانې او دوه مې زامن دي، دلته اوس راغلې یم لور مې ناروغه ده، ډاکټران وایي سم خوراک نه ورکوئ، پلار یې شيدې ډېرې نه ورته راوړي، نو هر وخت داسې ناروغه وي، نور شیان نه ورباندې لګېږي.»
یوه بله ښځه خدیجه چې خپل لمسی یې روغتون ته راوستی هم وایي، په ډېرو کورنیو کې ښځينه اولاد ته پام نه کېږي.
هغې وویل: «مسکینان یو، نارینه مو د خپلو زامنو د دوا وس نه لري، د نجونو خو په مرګ خوشحاله دي، لمسی مې دلته راوستلی دی، د شخصي ډاکټر وس نه لرو چې ورشو.»
په میرویس روغتون کې د یوه بستر ماشوم پلار جان محمد بیا دغه کار ښه نه بولي او وايي، باید د اولادونو ترمنځ توپير ونه شي.
د هغه په وینا، خپله درې لورګانې او یو زوی لري خو هیڅ توپیر یې نه کوي، ځکه دواړه د خدای ورکړه ده او باید شکر وباسي.
هغه وویل: «رشتیا هم دا زموږ په ټولنه کې ډېر بد کار دی چې لورګانو څخه د خلکو ښه نه راځي او زامن یې بیا خوښ دي، په دې خو سړی ګناهکار کېږي، خدای پاک درکړي دي، باید فرق یې ونه کړې.»
بېوزلي، اقتصادي ستونزې، تعلیم ته نه لاسرسی، د ډېرو اولادونو پیدا کول او په کم عمر کې ودونه د ماشومانو د خوارځواکۍ لوی لاملونه بلل کېږي.
روغتیا پالان وایي، د دې لپاره چې خلک د خپلو اولادونو ښه پالنه وکړي، باید د ډېرو اولادونو له پيدا کولو څخه ډډه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










