Language

د فراه له محبسه د درېيو ښځو په ګډون ۱۱۴ بندیان ازاد شول

فراه (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د فراه مسوولین وايي چې د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې، د اختر په مناسبت د دغه ولایت له محبسه د درېيو ښځو په ګډون ۱۱۴ بندیان ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د فراه ولایت د محبس آمر ملا لعل‌محمد ذاکري پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان د غلا، رشوت او اخلاقي فساد په ګډون په بېلابېلو جرمونو محکوم وو چې د اختر په مناسبت د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې آزاد شول.

هغه زیاته کړه: «په دې وروستیو کې د امیرالمومنین له لوري یو فرمان راغی چې وروسته د ولایت په سطحه یوه پلاوي د بندیانو دوسیې وليدې او دا دی نن هغه بندیان چې حق‌الله قید ورباندې راغلی و، خوشي شول.»

بلخوا، د دغه فرمان له مخې ازاد شوي کسان هم خوښ دي او وايي، زندان دوی ته یوه تجربه شوه او له دې وروسته په ټولنه کې چاته زیان نه رسوي.

login or register a new account.