منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فراه له محبسه د درېيو ښځو په ګډون ۱۱۴ بندیان ازاد شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

فراه (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د فراه مسوولین وايي چې د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې، د اختر په مناسبت د دغه ولایت له محبسه د درېيو ښځو په ګډون ۱۱۴ بندیان ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د فراه ولایت د محبس آمر ملا لعل‌محمد ذاکري پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان د غلا، رشوت او اخلاقي فساد په ګډون په بېلابېلو جرمونو محکوم وو چې د اختر په مناسبت د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې آزاد شول.

هغه زیاته کړه: «په دې وروستیو کې د امیرالمومنین له لوري یو فرمان راغی چې وروسته د ولایت په سطحه یوه پلاوي د بندیانو دوسیې وليدې او دا دی نن هغه بندیان چې حق‌الله قید ورباندې راغلی و، خوشي شول.»

بلخوا، د دغه فرمان له مخې ازاد شوي کسان هم خوښ دي او وايي، زندان دوی ته یوه تجربه شوه او له دې وروسته په ټولنه کې چاته زیان نه رسوي.

د فراه د بکوا اوسېدونکی رحمت‌الله وايي، په لارو کې يې وسله‌والې غلاوې کولې چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او محکمې په اته کاله بند محکوم کړ.

هغه زیاته کړه، دوه کاله او څلور میاشتې بند يې تېر کړی او نوره موده يې پاتې وه چې د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې بښل شوی او آزاد شو.

هغه وايي، زندان ورته یوه تجره شوه او له دې وروسته به په ټولنه کې هېچاته زیان نه رسوي.

د یاد ولایت د مرکز اړوند رحمان کلا سیمې اوسېدونکی صفي‌الله وايي، یو موټرسایکل يې غلا کړی و، د محکمې له خوا په درې میاشتې بند محکوم شوی و او اوس ډېر خوښ دی چې ازاد شو.

د فراه محبس د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه محبس کې ۲۰۰ کسان بندیان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه