کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د يوه خصوصي شرکت له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره د ١٨٠ زره ډالرو په ارزښت د ٣٠ زره جوړه بوټانو مرسته وشوه.
دغه مرسته د فان چینا افغان شرکت له لوري -چې د کانونو د پروسس او استخراج په برخه کې فعالیت کوي- ترسره شوه.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رییس قاري شاهمحمد دوست وویل، له دغه وزارت سره د فان چینا افغان سوداګریز شرکت له لوري د ١٨٠ زره ډالرو په لګښت د ٣٠ زره جوړو بوټانو مرسته وشوه.
هغه وويل، په دغه مرسته کې د سړیو، ښځو او ماشومانو لپاره بوټان شامل دي چې له کوچني اختر وړاندې به په شفافه توګه پرې ووېشل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP