منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د ٣٠ زره جوړه بوټانو مرسته وشوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د يوه خصوصي شرکت له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره د ١٨٠ زره ډالرو په ارزښت د ٣٠ زره جوړه بوټانو مرسته وشوه.

دغه مرسته د فان چینا افغان شرکت له لوري -چې د کانونو د پروسس او استخراج په برخه کې فعالیت کوي- ترسره شوه.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو ته د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رییس قاري شاه‌محمد دوست وویل، له دغه وزارت سره د فان چینا افغان سوداګریز شرکت له لوري د ١٨٠ زره ډالرو په لګښت د ٣٠ زره جوړو بوټانو مرسته وشوه.

هغه وويل، په دغه مرسته کې د سړیو، ښځو او ماشومانو لپاره بوټان شامل دي چې له کوچني اختر وړاندې به په شفافه توګه پرې ووېشل شي.

هغه زياته کړه چې د تېر کال په اوږدو کې د خيريه بنسټونو او خپله د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې له ٨٠ زره کورنيو سره د نغدي مرستو ترڅنګ، د خوراکي توکو او البسې مرسته هم شوې ده.

نوموړي وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت ۳۴۰ زره یتیمان، ۱۹۰ زره معلولین او ۸۰ زره کونډې د ټول افغانستان په کچه ثبت کړي دي او د ثبت لړۍ لا هم روانه ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ۱۹۰ زره معلولینو له ډلې ۳۰ زره یې د تېر جمهوریت پوځیان دي چې ۹۰ سلنه حقوق ورکول شوي دي.

بل لورته، معلولين هم د بوټانو دغې مرستې ته خوښ دي.

د کابل د دارلامان سیمې اوسېدونکي یارمحمد پژواک ته وویل، د تېرو جګړو پر مهال یې دواړه سترګې له لاسه ورکړې او معلول شوی دی.

هغه وایي، خوښ دى چې دغه مرسته ورسره شوې او له حکومت او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتنه وکړه چې له معلولينو او بې‌وزلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه