Language

ملي دفاع وزارت: د اختر په ورځو کې دې له هوایي ډزو ډډه وشي

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت مسوولینو، منسوبینو او قول‌اردوګانو ته هدایت ورکړی چې د اختر په ورځو کې له هوایي ډزو ډډه وکړي او په دغو ورځو کې دې هېوادوالو ته خوندي او د ډاډ وړ فضا رامنځته کړي.

د اسلامي امارت د وسله‌وال پوځ لوی درستیز، حافظ محمد فصیح‌الدین فطرت په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د دفاع وزارت پر ټویټر خپور شوی ویلي، د کوچني اختر په را رسېدو سره مسوولینو، منسوبینو، قول اردوګانو، قطعو او جزوتامونو ته هدایت ورکول کېږي چې په دغو ورځو کې دې له هوایي ډزو ډډه وکړي.

login or register a new account.