منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۴ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ملي دفاع وزارت: د اختر په ورځو کې دې له هوایي ډزو ډډه وشي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت مسوولینو، منسوبینو او قول‌اردوګانو ته هدایت ورکړی چې د اختر په ورځو کې له هوایي ډزو ډډه وکړي او په دغو ورځو کې دې هېوادوالو ته خوندي او د ډاډ وړ فضا رامنځته کړي.

د اسلامي امارت د وسله‌وال پوځ لوی درستیز، حافظ محمد فصیح‌الدین فطرت په یوه ویډیويي کلیپ کې چې د دفاع وزارت پر ټویټر خپور شوی ویلي، د کوچني اختر په را رسېدو سره مسوولینو، منسوبینو، قول اردوګانو، قطعو او جزوتامونو ته هدایت ورکول کېږي چې په دغو ورځو کې دې له هوایي ډزو ډډه وکړي.

نوموړی د یاد وزارت منسوبینو ته په خطاب کې وایي چې د اختر په شپو او ورځو کې دې هېوادوالو ته خوندي او د ډاډ وړ فضا رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د اختر ورځې له اعلانېدو سره به امنیتي منسوبینو د خوشحالۍ ډزې کولې او د ښار په بېلابېلو سیمو کې به یو شمېر ماشومانو د خوښۍ څرګندولو په خاطر له پټاکیو استفاده کوله.

ډېری هېوادوالو له دغه راز ډزو شکایت درلود او ویل یي چې په ماشومانو کې یې د ناارامۍ او ډار رامنځته کېدو لامل ګرځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه