هرات (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): په هرات کې یو شمېر متشبثو ښځو د دغه ولایت په مرمر مارکېټ کې د یوه نندارتون په جوړولو سره له سرپرست حکومته وغوښت چې په کاري برخه کې د دوی ملاټر وکړي.
دغه نندارتون چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د «عید بازار» په نوم پرانیستل شو، تر لسو ورځو به دوام وکړي.
د هېواد د لوېديځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولين د یاد نندارتون له جوړولو په هرکلي سره وایي، د هرات د سوداګرو ښځو محصولات او تولیدات د عید بازار نندارتون په ۴۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د یادې خونې مرستیالې بهناز سلجوقي پژواک خبري آژانس ته وویل، په دغه نندارتون کې لاسي صنایع، محلي لباسونه، بوټان او د هرات ولایت د سوداګرو ښځو لاسي تولیدات د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د لیدونکو او پېرېدونکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.
نوموړې د یاد ولایت د سیمهییزې ادارې له ملاتړه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې له افغان ښځینه متشبثینو نه باید ډېر ملاتړ وشي؛ ځکه چې ډېری ښځینه متشبثینې د خپلو کورنیو نفقه برابروونکې دي.
له بلې خوا، په یاد نندارتون کې سوداګرې او غرفهلرونکې مېرمنې، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د سوداګرۍ د ودې ښه لار ګڼي او د حکومت له خوا د جدي ملاټر غوښتونکې دي.
د عید بازار نندارتون د غرفهلرونکو له ډلې ليلا حسني د دغه شان نندارتونونو جوړول د ښځو د توليداتو د پلورلو او د سوداګرۍ په برخه کې د هغوى د پياوړتيا لوړولو لپاره يو ښه فرصت ګڼي.
هغې وویل، اوسمهال د دوی کاروبار نوی دی او له حکومت او نۍیوالو بنسټونو غواړي چې ملاتړ یې وکړي.
د سمیرا فروغ په نامه یوه نندارچي د ښځو لپاره د ورته نندارتونونو له جوړېدو ملاتړ کوي او وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د ښځینه متشبثینو د فعالیت غوړېدو لامل کېږي او په پایله کې دوی ښه عواید ترلاسه کوي.
نوموړې همدراز له حکومته غواړي چې ښځو ته د کار او تحصیل اجازه هم ورکړي.
د یادونې ده، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته په یاد ولايت کې ګڼ شمېر ښځو د لاسي صنايعو تولید او غذايي محصولاتو ته مخه کړې چې د لوېديځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې د شمېرو له مخې، اوسمهال د لاسي تولیداتو صنایعو په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۵۰۰ سوداګرې فعالیت لري.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن