اټلانټا (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۲): د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د خیبر ایجنسۍ په تورخم سیمه کې د غره ښویېدو له امله ګڼ شمېر ټېلر موټر تر خاورو لاندې شوي، یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې او لاره هم تړل شوې ده.
د خیبر پښتونخوا ایالت د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د وري په ۲۹مه پر ټویټر لیکلي چې دا پېښه تېره نیمه شپه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په تورخم کې د غره ښویېدو له امله ګڼ شمېر سوداګریز موټر تر خاورو لاندې شول او په ځینو کې اور ولګېد.
یادې ادارې ویلي چې د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو د ژغورنې ډلې له امبلاسونو او نورو وسایلو سره سیمې ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات یې پیل کړې دي.
د سرچینې په وینا، یو شمېر ټپیان یې د پېښور او نږدې روغتونونو ته لېږدولي او تر کاڼو او خاورو لاندې د بند پاتې کسانو د ایستلو لړۍ روانه ده.
بلخوا، د کوزې پښتونخوا ځینو خلکو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د غره ښويېدو یاده پېښه د ډېر اورښت له امله شوې چې له امله یې د لومړنيو معلوماتو له مخې، تر ۲۵ باروړونکي موټر تر خاورو او تیږو لاندې شوي او یو شمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.
د معلوماتو له مخې، هلته د برېښنا لينونو شارټۍ له امله اورلګېدنه هم رامنځته شوې چې ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP