ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې د غره ښویېدنې پېښه؛ ګڼ شمېر موټر تر تیږو لاندې شوي او لاره تړل شوې ده

تورخم کې د غره ښویېدنې پېښه؛ ګڼ شمېر موټر تر تیږو لاندې شوي او لاره تړل شوې ده

author avatar
18 Apr 2023 - 09:02
تورخم کې د غره ښویېدنې پېښه؛ ګڼ شمېر موټر تر تیږو لاندې شوي او لاره تړل شوې ده
author avatar
18 Apr 2023 - 09:02

اټلانټا (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۲): د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د خیبر ایجنسۍ په تورخم سیمه کې د غره ښویېدو له امله ګڼ شمېر ټېلر موټر تر خاورو لاندې شوي، یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او لاره هم تړل شوې ده.

د خیبر پښتونخوا ایالت د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د وري په ۲۹مه پر ټویټر لیکلي چې دا پېښه تېره نیمه شپه شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په تورخم کې د غره ښویېدو له امله ګڼ شمېر سوداګریز موټر تر خاورو لاندې شول او په ځینو کې اور ولګېد.

یادې ادارې ویلي چې د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو د ژغورنې ډلې له امبلاسونو او نورو وسایلو سره سیمې ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات یې پیل کړې دي.

د سرچینې په وینا، یو شمېر ټپیان یې د پېښور او نږدې روغتونونو ته لېږدولي او تر کاڼو او خاورو لاندې د بند پاتې کسانو د ایستلو لړۍ روانه ده.

بلخوا، د کوزې پښتونخوا ځینو خلکو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د غره ښويېدو یاده پېښه د ډېر اورښت له امله شوې چې له امله یې د لومړنيو معلوماتو له مخې، تر ۲۵ باروړونکي موټر تر خاورو او تیږو لاندې شوي او یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

د معلوماتو له مخې، هلته د برېښنا لينونو شارټۍ له امله اورلګېدنه هم رامنځته شوې چې ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

Visits: 278

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.