Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: رسنۍ د اسلامي امارت مټ دي او د پياوړو رسنیو له شتون پرته ټولنه نیمګړې وي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي، رسنۍ د اسلامي امارت مټ دي او زیاتوي چې د پياوړو رسنیو له شتون پرته ټولنه نیمګړې وي او رسنۍ دې د ټولنې حقیقي انځور خلکو او نړۍ ته وړاندې کړي او د ناسمو تبلیغاتو مخه دې ونيسي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت تېر ماښام د رسنیو مشرانو او د سیاسي چارو شنونکو ته د روژه ماتي مېلمستیا کړې وه او د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دې مېلمستیا کې – چې په سپېدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه - ګډون درلود.

ریاست‌الوزرا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو او کورنیو رسنیو مسوولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو شنونکو په بېلابېلو برخو کې د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

هغوی وویل، رسنۍ د ولس او دولت ترمنځ د پل حیثیت لري او کوښښ کوي چې د ولس غږ تر دولت او نړۍوالو ورسوي.

سرچینه زیاتوي، د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې دغه ډول ناستې دې د همکاریو د پراختیا او ستونزو کمېدو لپاره لا زیاتې شي.

د خبرپاڼې له مخې، هغوی زیاته کړه چې نیوکه د اصلاح په موخه کوي او غوښتنه یې دا ده چې افغاني رسنۍ باید نورې هم پیاوړې شي.

سرچینه لیکي، د رسنیو مسوولینو او شنونکو ټینګار وکړ چې افغان ملت نور په افغانستان کې جګړه نه غواړي او له جګړې ستړی شوی دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې وویل: «موږ رسنۍ او سیاسي کارپوهان خپل همکاران بولو او ټولو خبریالانو ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ د ارتباط پل ګڼي او د پياوړتیا لپاره یې کار کوي.»

هغه له رسنیو او ټولنیزو فعالانو وغوښتل چې د ټولنې واقعي او حقیقي انځور خلکو او نړۍ ته وړاندې کړي او د ناسمو تبلیغاتو مخه دې ونيسي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وویل: «موږ خوشالېږو چې تاسو موږ ته نېکې مشورې راکړئ او هر هغه څه چې حقایق وي، رابرسېره یې کړئ، په دې سره به مو نیمګړتیاوې رفع او حکومتي ادارې به خلکو ته لا ښه خدمات وړاندې کړي.»

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې د افغاني رسنیو پیاوړي کېدل د ټولنې په ګټه دي او د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي او د حقایقو انعکاس غوره خدمت دی.

هغه په ټینګار سره وویل: «باید د ځینو مغرضو بهرنیو رسنیو او غربي تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شو، خپل استقلالیت وساتو او په ملي او اسلامي روحیې سره د ټولنې واقعیتونه نشر کړو.»

د ریاست‌‍‌الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې رسنۍ د اسلامي امارت د مټ په توګه یادې کړې او ویې ویل، د پياوړو رسنیو له شتون پرته به ټولنه نیمګړې وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.