ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو صلاحیت دی»

«د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو صلاحیت دی»

author avatar
20 Apr 2023 - 03:36
«د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو صلاحیت دی»
author avatar
20 Apr 2023 - 03:36

اټلانټا (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): ملګرو ملتونو ویلي، د منشور له مخې یې، د یو دولت په رسمیت پېژندنه د دغه سازمان د غړو هېوادونو په صلاحیتونو کې شامله ده.

د امریکا غږ د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک د وري په ۳۰مه په نیویارک کې یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «په رسمیت پیژندل د [ملګرو ملتونو] غړو هېوادونو کار دی؛ دا حقیقت د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد پرون د افغانستان په اړه د یو نړۍوال کنفرانس جوړېدو خبر ورکړ چې د نړۍ د مختلفو هېوادونو ځانګړي استازي به پکې ګډون ولري. نوموړې هیله څرګنده کړه چې په دغه کنفرانس کې به د طالبانو د “رسمیت پېژندلو” په لور “کوچني ګامونه” واخیستل شي.

خو د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ چې مېرمن محمد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د مبارزې مخکښه ده.

دوجاریک د امینه محمد وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: “هغې د افغانستان په اړه د یوې همغږې نړیوالې تګلارې پر اړتیا ټینګار کړی چې پکې د اوږدمهاله نظریاتو لپاره د ګډې زمینې موندل او د [طالبانو] اوسني حکومت چارواکو ته د یو واحد پیغام استول شامل دي چې افغانې ښځې باید د خپل حق له مخې د افغانستان په ټولنه کې ځای ولري.”

د ملګرو ملتونو ویاند وویل، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په کوربه توب د تړلو دروازو ترشا غونډه به د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، او د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو موخو پراساس د افغانستان د وضعیت د یو باثباته حل لپاره خبرې وکړي.

دوجاریک له طالبانو سره د تعامل په اړه وویل: “د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې آند دی چې د واقعیت، اصولو، ستراتیژیک صبر او انعطاف وړ اصولي تعامل لپاره د چوکاټ رامنځته کول یو بیړنی لومړیتوب دی.”

خو د ملګرو ملتونو ویاند دا ونه ویل چې ایا دې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي هم بلل شوي او که نه.

تر اوسه د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ګډون چې د طالبانو پخوانی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و، هېڅ هېواد د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

Views: 422

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.