Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شیخ هبت‌الله اخندزاده: د اسلامي نظام په ملاتړ کې د هېواد او خلکو خیر دی

کندهار (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ١٤٠٢): په کندهار کې د اختر لمانځه پر مهال د اسلامي امارت مشر ته په يوه منسوب غږ کې ويل شوي چې کله يې هم موخه له افغانانو سره جګړه نه وه او نه هم بده اراده ورته لري.

د کندهار ولايت مطبوعاتي مسؤول حاجي زيد پژواک خبر اژانس ته وويل چې د دغه ولايت لوى عيدګاه جومات کې د اسلامي امارت د مشرتابه مولوي شیخ هبت‌الله اخندزاده په امامت د کوچني اختر لمونځ ادا شو.

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

په کندهار کې خبریالانو ته هم اجازه نه وه ورکړل شوې چې په لویه عیدګاه کې ویډیو یا تصویر واخلي.

خو ځينې سرچينې وايي چې د اختر لمانځه پرمهال د اسلامي امارت مشرتابه ځينې څرګندونې کړې چې هغه ته د منسوب غږ يوه کاپي پژواک هم ترلاسه کړې ده.

مولوي شيخ هبت‌الله اخندزاده وايي، د افغانانو لپاره يې هیڅ وخت بده اراده نه درلوده او هر افغان ورته لکه د خپل بچي په شان ښکاري.

هغه زياتوي: «کله چې د قطر مذاکرات روان وو، زما فکر په دې کې و چې دا کافران وځي، نو بيا به له افغانانو سره څنګه جګړه کوو؟ دوى به موږ وژني او موږ به دوى، کافران به پر دې باندې خوشحاله وي خو ښه و چې داسې ونه شول.»

دی وايي، له اوله سره يې نه غوښتل له افغانانو سره جګړه وکړي خو ځينو افغانانو به له "کافرانو" دفاع کوله.

دى وايي: «له اوله سره چې موږ جنګ شروع کړى و، جنګ مو له افغانانو سره نه و، موږ يوازې دومره خپلو افغانانو ته ويل چې د کافر له مخې لرې شئ، موږ ته يې را ايله کړئ.»

اخندزاده زياتوي، ټولو هغو کسانو ته عفوه وشوه چې د "جهاد" پر مهال يې "مجاهدين شهيدان" کړي وو او يا يې ورته کورونه ويجاړ کړي وو.

نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي؛ ځکه په دې کې يې د دنيا او اخرت ګټه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.