Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د یوه دارالعلوم او چوک جوړولو چارې پیل شوې

میمنه (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه دارالعلوم او د یوه چوک د جوړولو چارې پیلېدو او د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوه دارالعلوم د ګټې اخیستنې خبر ورکوي.

د اندخوی ښاروال داملا عتیق‌الله کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه چوک چې د جوزجان پر لویه‌لاره د سید جمال‌الدین افغان پر واټ، د اندخوی مرکزي چوک په ۶۰۰ مترۍ کې جوړېږي، چارې یې د «یما پټرول شرکت» له خوا پرمخ وړل کېږي.

نوموړي وویل، پر یاد چوک له ۲۰ میلیون افغانیو ډېر لګښت راځي او په راتلونکو درېیو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د سرچینې په خبره، نن په اندخوی ولسوالۍ کې د «عمري دارالعلوم» د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه او  ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

د کرنې، اوبولګونې سرپرست وزیر مولوي عطاء‌الله عمري پژواک ته وویل، د عمري دارالعلوم ودانۍ په ۶۵۰ متر مربع ځمکه، درېیو پوړونو کې په عصري ډول جوړېږي چې لاندېنی پوړ به یې صالون، دویم پوړ کې به یې ۸ درسي خونې او درېیم پوړ کې به یې لیلیه وي چې ۱۸ خونې، حمامونه او نور ملحقات لري.

عمري وویل، د دارالعلوم مدرسه په پنځه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې دوه جریب یې د پلار له خو وقفي ځمکه ده او درې جریب نوره ځمکه یې خپله پېرلې ده.

د هغه په وینا، پر یاد دارالعلوم ۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د حکومت د مشرانو، خیرغوښتونکو کسانو او خپله د هغه له لوري به ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، د دارالعلوم عمري ترڅنګ پخوا یو دارالحفاظ او یوه د دارالبنات مدرسه جوړه شوې وه چې همداوس شاوخوا ۴۰۰ زده‌کوونکي پکې پر زده‌کړو بوخت دي.

په اندخوی ولسوالۍ کې د یوه عالي دارالعلوم پرانیسته

د اندخوی عالي دارالعلوم موسس او د سرحدي لوا رییس ارکان، سید عتیق‌الله اسامه پژواک ته وویل چې د دغه دارالعلوم کار یو کال وړاندې پیل شوی و او په وروستیو کې پای ته ورسېد.

د هغه په وینا، د یاد دارالعلوم ودانۍ یو غټ سالون، ۱۰ درسي خونې او نور ملحقات لري، د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی او اوسمهال سلګونه کسانو ته پکې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

نوموړي څرګنده کړه، یاد دارالعلوم پر ۴ جریب ځمکه جوړه شوې، د یادې ودانۍ پر جوړولو سربېره یوه ودانۍ د دارالبنات مدرسې لپاره، د اودس کولو ځای او شنه ساحه هم په نظر کې نیول شوي چې دا ټولې پروژې به ۳۰ میلیون افغانۍ لګښت ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.