ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اختر په ورځو کې زرګونه کسانو د کابل له ژوبڼ څخه لیدنه کړې ده

د اختر په ورځو کې زرګونه کسانو د کابل له ژوبڼ څخه لیدنه کړې ده

author avatar
26 Apr 2023 - 11:47
د اختر په ورځو کې زرګونه کسانو د کابل له ژوبڼ څخه لیدنه کړې ده
author avatar
26 Apr 2023 - 11:47

کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): د کابل ژوبڼ یو شمېر لیدونکي د دغه تفریحي ځای له شتون او امنیت له ټینګښته یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له سرپرست حکومته غوښتي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم تفریحي ځایونه جوړ کړي.

د کابل ژوبڼ په هېواد کې یوازېنۍ ځای دی چې شاوخوا ۱۰۰ ډوله اهلي او وحشي حیوانات په کې ساتل کېږي؛ دغه ځای معمولاً د اختر په ګډون د رخصتیو په ورځو کې ډېر سیلانیان لري او د مسوولینو په وینا، د وروستي اختر په درېیو ورځو کې (د غویي له لومړۍ تر درېیمې پورې) له دغه ځای څخه له ۳۰ زره ډېرو کسانو لیدنه کړې ده.

د پژواک خبري اژانس خبريال چې نن (چهارشنبه) د کابل ژوبڼ ته تللى، د دغه باغ له يو شمېر هغو سیلانیانو سره – چې له خپلو دوستانو او کورنيو سره د تفريح لپاره ورغلي وو- خبرې کړې؛ هغوی د تفریحي ځایونو د شتون او امنیت له ټینګښته د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې دا کافي نه دي او بايد په مرکز او ولايتونو کې ډېر تفريحي ځايونه جوړ شي.

حافظ اميرمحمد چې له هلمند ولايت څخه له خپلو ملګرو سره کابل ته راغلى وايي، دا لومړى ځل دى چې دغه باغ ته راغلى او د دغه تفريح ځاى په ليدو ښه احساس لري.

د هغه په وینا، د فارغ وخت تېرولو لپاره د داسې تفریحي ځایونو شتون ضروري دی او له سرپرست حکومته غواړي څو په هېواد کې نور تفریحي ځایونه او ژوبڼوڼه هم جوړ کړي.

نجیب‌‌الله چې له خپل کوچني زوی سره کابل ژوبڼ ته راغلی، هم له حکومته غواړي څو د تفریحي پارکونو او ژوبڼوڼو جوړولو برخې پاملرنه وکړي.

د کابل ژوبڼ یو شمېر نور سیلانیان بیا له هغو کسانو چې تفریحي ځایونو ته ورځي، غواړي څو ښاري اداب مراعات کړي او د یادو ځایونو پاکوالي ته پاملرنه ولري.

دل‌اقا چې له خپلو ملګرو سره د کابل ژوبڼ ته راغلی وایي، ځیني ښاري فرهنګ نه رعایتوي او حیواناتو قفسونو ته د توکو په ورغورځولو هغوی ځوروي.

هغه له خلکو د ښار د ادابو مراعاتولو، پاکوالي ته پاملرنه او دغه راز د ژوو نه ځورولو غوښتنه کوي.

د کابل ژوبڼ یو بل سیلاني محمدکبیر دغه راز له خلکو وغوښتل څو په عامو او تفریحي ځایونو کې نظافت ته پاملرنه وکړي.

بل‌پلو، یو شمېر انځور اخیستونکي چې په کابل ژوبڼ کې له خلکو یادګاري انځورونه اخلي، په مناسبتي ورځو، په ځانګړي توګه د اختر ورځو کې د خپل کاروبار ډېرېدو خبره کوي.

مختاراحمد او علي‌اغا چې په کابل ژوبڼ کې عکاسي کوي وايي، د رخصتۍ او د اختر په ورځو کې خلک دلته ډېر راځي او د دوی کار ورسره ډېر ښه کېږي.

په ورته وخت کې، د کابل ژوبڼ رییس عزیزګل ثاقب وایي چې د اختر په ورځو کې د ژوبڼ ټول پرسونل خپله رخصتي د خلکو د خوښیو لپاره قربانوي او د اختر په ورځو کې یې چې هوا هم ښه وه، له ۳۰ زرو ډېر سیلانیان یې درلودل.

د هغه په خبره، ژوبڼ ته څېرمه د ۲۱ هکټاره ځمکې املاکي چارې روانې دي او د ښاروالۍ رهبري په پام کې لري څو د کابل ژوبڼ ته په عصري او نړۍوالو سټندردونو پراختیا ورکړي.

د یادونې ده، د کابل ژوبڼ په ۱۳۴۶ کال د ظاهرشاه حکومت پر مهال کې تاسیس شوی او یو وخت د اسیا په کچه تر ټولو لوی ژوبڼ و.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.