کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): په غزني کې له ۷۱۴۴ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او میدان وردګو کې له ۸۰ داخلي بېځایه شوو اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤولین وايي، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو ګیلان، واغظ، خوګیاڼي، ګېرو او رشیدانو کې د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP له خوا له ۷۱۴۴ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د غزني ولایت د کلیو بیارغوني او پراختیا رئیس مولوي محمد قاسم امیني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، په یادو ولسوالیو کې څو میاشتې وړاندې د بېلابېلو موسسو له لوري سروېګانې ترسره شوې وې چې له مخې یې، یاد شمېر کورنۍ مستحقي ګڼل شوې او اوس له هرې یوې سره د ۵۰ کیلوګرام اوړو، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلوګرام دال نخود، د میندو لپاره غذایي موادو او یوه اندازه مالګې مرسته وشوه.
نوموړی زیاتوي، دغه مرستې د غزني ولایت د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست په لارښوونه او همکارۍ ووېشل شوې چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پرګرام له خوا کېده.
له بلې خوا په میدان وردګو کې د بشري مرستو برابرولو موسسې(CHA) له خوا د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ، د ولایت په کچه له ۸۰ داخلي بېځایه شوو بېسرپرسته او اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د یاد ولایت د کډوالو چارو رئیس مولوي حسینالله پژواک ته وویل، هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن