ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف د لغمان له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې مرسته وکړه

یونیسف د لغمان له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې مرسته وکړه

author avatar
26 Apr 2023 - 16:18
یونیسف د لغمان له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې مرسته وکړه
author avatar
26 Apr 2023 - 16:18

مهترلام (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): د لغمان د پوهنې ریاست وايي، پرون له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له دغې ادارې سره د ۵۱۳۴ کارتنه قرطاسيې مرسته وکړه.

د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول شاه‌ولي نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی به دغه درسي توکي د مهترلام په ګډون، د اړوندو حوزو پر زده‌کوونکو ووېشي.

د نوموړي په وینا: «یو کارتن قرطاسیه د ۲۰ زده‌کوونکو لپاره  په پام کې نیول شوې چې په ټولیزه توګه له لومړي تر شپږم ټولګيو پر ۱۰۲ زره او ۶۸۰ تنه زده‌کوونکو وېشل کېږي.»

په ورته مهال، په لغمان کې د یونیسف نړۍوالې ادارې تخنیکي همکار عبدالقادر جلیلي پژواک ته وویل، دوی په پام کې لري چې په راتلونکي کې هم د لغمان له پوهنې ریاست سره د قرطاسې مرسته وکړي.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.