مهترلام (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۲): د لغمان د پوهنې ریاست وايي، پرون له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له دغې ادارې سره د ۵۱۳۴ کارتنه قرطاسيې مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول شاهولي نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی به دغه درسي توکي د مهترلام په ګډون، د اړوندو حوزو پر زدهکوونکو ووېشي.
د نوموړي په وینا: «یو کارتن قرطاسیه د ۲۰ زدهکوونکو لپاره په پام کې نیول شوې چې په ټولیزه توګه له لومړي تر شپږم ټولګيو پر ۱۰۲ زره او ۶۸۰ تنه زدهکوونکو وېشل کېږي.»
په ورته مهال، په لغمان کې د یونیسف نړۍوالې ادارې تخنیکي همکار عبدالقادر جلیلي پژواک ته وویل، دوی په پام کې لري چې په راتلونکي کې هم د لغمان له پوهنې ریاست سره د قرطاسې مرسته وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن