Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې یوه نجلۍ له معایناتو وروسته هلک ثابت شو

جلال‌اباد (پژواک، ۷ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه خصوصي روغتون مسوولين وايي، دغه ولسوالۍ کې د عادلې په نوم یوه شپاړلس کلنه نجلۍ له لومړنیو معایناتو وروسته هلک ثابت شو.

ډاکتران وايي، له ټلوېزيوني معایناتو وروسته ثابته شوې چې هغه نجلۍ نه، بلکې هلک دی، خو د هلک شوي نجلۍ پلار وايي، د زوي پر جراحي عملیات یې سلګونه زره افغانۍ لګښت راځې چې دوی یې د ورکولو توان نه لري.

اوس چې دغه نجلۍ نارینه ثابت شوی، نوم یې عبدالرحمن دی.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په یوه محلي روغتیایې مرکز کې ډاکټر عبدالرحمن ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، د عبدالرحمن کورنۍ غواړي چې نوموړی په بشپړ ډول نارينه شي.

د عبدالرحمن پلار خيرالله وايي، په جراحي عمليات لوړ لګښت راځي او دوی یې د ورکولو توان نه لري.

عبدالرحمن چې تازه د تلوېزيوني معاينې په پايله کې يې ناريتوب څرګند شوی وايي، له ډېرو کلونو په ځان پوهېده خو ټولنيزو نزاکتونو اجازه نه ورکوله چې کور کې دغه خبره وکړي.

نږدې څلور کاله مخکې هم د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ له جراحي عملیات وروسته هلک شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.