ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان کانونو ریاست له ورکړل شوي هدفه څلور برابره ډېر عواید ټول کړي

د نورستان کانونو ریاست له ورکړل شوي هدفه څلور برابره ډېر عواید ټول کړي

author avatar
27 Apr 2023 - 14:59
د نورستان کانونو ریاست له ورکړل شوي هدفه څلور برابره ډېر عواید ټول کړي
author avatar
27 Apr 2023 - 14:59

پارون (پژواک،  ۲۸ وری  ۱۴۰۲): د نورستان د کانونو ریاست وايي، تېر کال یې د کانونو له درکه له ټاکل شوي هدفه څه باندې اته میلیون افغانۍ ډېر عواید ټول کړي چې لامل یې روڼتیا او د کانونو کنټرول دی.

د دغه ولایت د کانونو رییس مولوي سیدرحیم عمیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی ته د مستوفیت له خوا دوه میلیونه او درې سوه زره افغانۍ هدف ورکړل شوی و چې دوی تېر کال ۱۰ میلیونه ۶۰۰ زره او ۴۳ زره ۲۸۰ افغانۍ عواید ټول کړي چې له ورکړل شوي هدفه څلور برابره ډېر دي.

د نورستان د کانونو رییس د معلوماتو له مخې، په یاد کال کې یې له ټاکلي هدفه ۸ میلیونه، ۶۰۰ زره، ۴۳ زره ۲۸۰ افغانۍ ډېر عواید ټول کړي دي.

هغه وایي، د کانونو ریاست ته د ورکړل شوي هدف پر اساس، په عوایدو کې ۱۲۴ سلنه زیاتوالی راغلی چې په خبره یې، د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د نورستان د کانونو رییس د عوایدو ډېرېدو لامل د عوایدو په راټولولو کې شفافیت او د کانونو کنټرول په ګوته کوي او وایي چې یاد عواید په مستقیم ډول د مستوفیت له لارې د دولت خزانې ته حواله شوي دي او د درغلیو مخه په کې نیول شوې ده.

دغه راز د یاد ریاست چارواکي وایي، د یادو عوایدو ډېره برخه د غربي نورستان له دواب، منډول او نورګرام ولسوالیو راټول شوي، بلخوا د شرقي نورستان له کامدېش او برګمتال ولسوالیو هم یوه اندازه عواید ترلاسه شوي دي.

د یادونې ده، د نورستان د شرقي او غربي درو په ډېری سیمو کې کانونه دي خو په شرقي نورستان کې پپړوک او غربي دره کې د ماوای سیمې کانونه ډېر شهرت لري چې د بیروج، تختې، بلور او داسې نور يې مهم منرالونه ګڼل کېږي.

د یادونې ده، نورستان د کانونو په برخه کې له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې په ډېرو برخو کې یې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې شتون لري خو د پوهانو په خبره، تر اوسه يې کیندنه په غیرفني ډول ترسره شوې چې زیانونه يې ټول چاپېریال ته رسېږي او که يې مخه ونه نیول شي نو لا يې خطر زیاتېدای شي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.