ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي مناسبو روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د غور د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي مناسبو روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
27 Apr 2023 - 15:50
د غور د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي مناسبو روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
27 Apr 2023 - 15:50

فیروزکوه (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۲): د غور د لرو پرتو سیمو ځیني اوسېدونکي خپلو سیمو کې د مناسبو روغتیايي خدمتونو له نشتونه شکایت کوي، خو د غور ولایت د عامې روغتیا ریاست د یادې ستونزې په تایید سره وویل چې د هواري لپاره یې ځيني اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي

د غور د الله یار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالبصیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې د دوی په ولسوالۍ کې د ټولو برخو لرونکی او یو مجهز روغتیایي مرکز نشته، نو په بیړنيو حالتونو کې اړ دي چې خپل ناروغان د یاد ولایت مرکز فیروز کوه ښار ته ولېږدوي.

هغه زیاتوي: «په ولسوالۍ کې یو کوچنی کلینیک شته، امکانات نه لري با تجربه ډاکټر نه لري درمل نه لري، موږ هم هر کله چې له ناروغۍ سره مخ کېږو، نو د ښار مرکزي روغتون ته ځو.»

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د تلخک کلي یوه اوسېدونکي خدابخش چې خپل یوه زوی یې دې روغتون ته را وستی وایي: «کلینیک زموږ له کلي ډېر لرې دی بله دا چې کافي درمل نه لري، داسې یو ډاکټران چې ښه و پوهېږي نشته، زموږ خلک واقعاً ډېرې ستونزې لري.»

نوموړی له مسوولینو غواړي چې دې ولسوالۍ کې دې یو مجهز کلینیک جوړ کړي.

د غور د پسابند ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالرحیم هم ورته شکایت لري او دې برخه کې د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ خلک د ډېرو ستونزو په ګاللو او اوږدو لارو وهلو سره خپل ناروغان فیروزکوه ښار ته لېږدوي.

نوموړی زیاتوي: «پیسې نشته چې درمل واخلم یا خپل ناروغ بل ځای یا ښاره ته ولېږدوم، باور وکړئ زما زوی د معدې تکلیف لري، لس زره افغانۍ مې پور کړې او هغه مې تر ښاره راوست، د ولسوالۍ کلینیک هیچاته څه نه ورکوي لایقه ډاکټر نه لري، دولت باید د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

د غور د ولایتي روغتون یوې مراجعه کوونکې فاطمې هم مناسبو روغتیایي خدمتونو او ناروغانو ته د اړتیا وړ درملو له نشتونه شکایت کوي وایي چې د دغه ولایت ولایتي روغتون د امکاناتو د نشتون او د مراجعینو د ګڼې ګوڼې له امله، نه شي کولی ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

 هغې زیاته کړه: «دوه ورځې کیږي چې له خپلې لور سره روغتون کې یم، تر اوسه معلومه نه ده چې لور مې څه ناروغي لري، وضعیت یې ډېر خراب دی، وایي چې ګېډه مې درد کوي، په همدې موده کې مې درمل په خپله اخیستي، روغتون تاسې پخپله هم وینۍ چې ځای نه لري، څو ناروغان په یوه چپرکټ کې پراته دي، موږ له مرکزي دولت غواړو چې زموږ ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.»

د غور روغتیايي مسوولین هم مني چې یاد ولایت د روغتیا برخه له کمبوداتو سره مخ ده، خو روغتیايي پرسونل شپه او ورځ هڅې کوي څو د ناروغانو درملنه وکړي او هغوی ته په سمه توګه رسېدنه وشي.

د غور د ولایتي روغتون امر ډاکټر ګل‌احمد ساحل پژواک ته وویل: «که څه هم ولایتي روغتون د امکاناتو له اړخه ستونزې شته، خو زموږ مراجعین بیخي ډېر دي، ټولو برخو کې ستونزې لرو، د بستر له کمښت سره مخ یو، په داخله، ښځو او نورو برخو کې طبي امکانات او کدري پرسونل شته، خو له دې سره سره زموږ پرسونل د خلکو لپاره شپه او ورځ خدمت کوي.»

د غور د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالستار موفق هم د ولایت په کچه د روغتیایي پرسونل کمښت یوه څو کلنه ستونزه بولي.

خو وایي چې هڅه کوي څو وکولی شي د دې ولایت مرکز او ولسوالیو کې د مسلکي پرسونل شمېر ډېر کړي څو په ښه ډول خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د پرسونل او طبي امکاناتو د کمښت ستونزه له پخوا موجوده ده، د درملو په برخه کې که ووایو نو د اړتیا وړ درمل مو ولسوالیو ته استولي، موږ د خپلو خلکو د ستونزو هواري لپاره هڅه کوو، څو و کولی شو چې ښار او ولسوالیو کې ډېر کلینیکونه او ډېر امکانات برابر کړو.»

روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د نه لاسرسي شکایتونه په داسې حال کې مطرح کیږي چې دوه اوونۍ مخکې یونیسف چې غور کې یې لویه برخه روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، دغه ولایت کې یې خپل فعالیت درولی دی.

Views: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.