د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د مجهز روغتیایي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې اقدام کړی دی.













