ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ځیني اوسېدونکي: تېرو شلو کلنو کې د جګرې له امله له روغتیایي خدمتونو محروم وو

د تخار ځیني اوسېدونکي: تېرو شلو کلنو کې د جګرې له امله له روغتیایي خدمتونو محروم وو

author avatar
1 Mar 2023 - 19:29
د تخار ځیني اوسېدونکي: تېرو شلو کلنو کې د جګرې له امله له روغتیایي خدمتونو محروم وو
author avatar
1 Mar 2023 - 19:29

تالقان (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د تخار ولايت د لرو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او ناامنيو له امله ان له لومړنيو روغتيايي خدمتونو هم بې‌برخې پاتې شوي دي.

د هغوی په وینا، په لرو سیمو کې اقتصادي ستونزې، د روغتیايي مرکزونو او خدمتونو کمښت د دې لامل شوی چې مرکز ته د خپلو ناروغانو په لېږد کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکی حميدالله چې د خپلې مور او مېرمنې د درملنې لپاره تالقان ته راغلی وايي: «دوه ناروغان مې درلودل، د دولتي روغتون په ګډون د ولسوالۍ روغتيايي مرکزونو ته مې څو ځلې مراجعه وکړه چې د امکاناتو نشتوالي له امله زما د ناروغانو درملنه ونه شوه، نن سهار د ۱۰۰ کیلومټره لار په وهلو سره د تالقان ښار یوه شخصي روغتون ته لاړم، په داسې حال کې چې هیڅ مالي وس نه لرم، حیران یم چې څه وکړم.»

هغه زیاته کړه: «په هغو سیمو کې چې موږ ژوند کوو (دشت میرزایي) تر اوسه د روغتیایی مرکزونو جوړولو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې، کوم روغتیایي مرکزونه چې د ولسوالیو په مرکز کې موقعیت لري د امکاناتو نشتوالي له امله د ناروغانو اړتیاوې نه شي پوره کولای، له مجبورۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د زرګونو ستونزو په منلو سره خصوصي روغتونونو ته مراجعه کوو.»

نوموړی له حکومته د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي او وایي: «د ورځې ۵۰ افغانۍ عاید نه لرم، په دولتي روغتیايي مرکزونو کې زموږ د ناروغانو درملنه نه کېږي، اوس چې خصوصي روغتون ته مې مراجعه کړې د خپلو ناروغانو د درملو لګښت ته اندېښمن یم.»

د غلام محمد په نوم یو بل ناروغ لرونکی وايي: «ماشوم مې دوه کاله وړاندې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ملا ډيسک پر ناروغۍ اخته شوى، درملنې او مراقبت ته اړتيا لري؛ خو په دغو دوو کلونو کې د تخار دولتي روغتون د هغه په ​​درملنه کې پاتې راغلی او اوس خصوصي روغتونونه د هغه درملنې لپاره ۱۱۰ زره افغانۍ غواړي چې دغه لګښت لپاره پیسې نه لرم.»

نوموړي چې د خپلې ستونزې شريکولو په موخه د تخار عامې روغتيا رياست ته مراجعه کړې، له روغتيايي مسوولينو يې وغوښتل چې د ورته ستونزو هواري ته جدي پاملرنه وکړي.

بلخوا، د «دشت‌قلعه» ولسوالۍ یو مدني فعال فتح‌الله دولت‌یار وايي: «په تېرو شلو کلونو کې دغه ولسوالي د جګړو مرکز وه، هره ورځ د جګړو شاهدان وو، ځاني او مالي زیانونه یې راته واړول چې دا ټول د جګړې پایلې وې، اوس د روغتیايي مرکزونو په ګډون هیڅ ډول لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو.»

هغه زیاتوي، دا چې په یادې ولسوالۍ کې جنګ و، په تېر حکومت کې د خلکو روغتیايي ستونزو هوارولو په برخه کې هيڅ پاملرنه و نه شوه، د زېږون پر مهال  د ډېرو مېندو د مړینې شاهدان وو او اوس چې امنیت ټینګ دی، حکومت دې د روغتیایي ستونزو حل کولو ته پاملرنه وکړي.

یو بل مدني فعال انجینر عبدالله هم وایي، جګړه په هېواد کې د ډېرو محرومیتونو لامل شوه، لرې سیمې له روغتیایي مرکزونو بې‌برخې دي، تېر حکومت روغتیایي ستونزو ته په کتو د روغتیايي مرکزونو جوړولو ته ښه پاملرنه نه ده کړې.

هغه زیاتوي، په ډېری ولسوالیو کې خلک له روغتیایي ستونزو سره مخ دي، له اوسني حکومته تمه لري څو د دغو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

د نوموړي په خبره، په لرو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړول، د هغو تمویل او تجهیزول او د روغتیایي مسوولینو له سپارښتونو څخه د خلکو پوهاوي لپاره د ګرځنده ټیمونو ګومارل یوازینۍ لاره ده چې د ناروغیو د کمېدو او د خلکو د اندېښنو د حل لامل کېږي.

په تخار کې ټولنیز فعال صدام حسین بشاش وایي، د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو اوسېدونکي له محرومو خلکو څخه شمېرل کېږي چې د تګ راتګ لپاره لار، د رڼا لپاره برېښنا، د څښاک لپاره پاکې اوبه او د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونه نه لري.

هغه زیاتوي، خلک د دغې ولسوالۍ په لرو کلیو کې کله کله د روغتیايي مرکز نشتوالي او له تالقان څخه لرې‌والي له امله خپل ناروغان له لاسه ورکوي او اړتیا ده چې اوسنی حکومت د یادې ولسوالۍ په لرو سیمو کې د ټولو په ځانګړې توګه د روغتیايي ستونزو هواري او د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي څو خلک له شته ستونزو خلاص شي.

د هغه په باور، د ناروغانو يوه ډېره برخه پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله ده چې که موسسې خلکو ته د پاکو اوبو زمینه برابره کړي، نو ښايي د ډېرو ناروغیو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې، د تخار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي له پژواک سره په خبرو کې وویل، د دغې ادارې سروې ښيي چې د امکاناتو او پرسونل نشتوالي له امله د دغه ولایت په لرو سیمو کې ۲۵ روغتیايي مرکزونه غېرفعال وو، خو په دې وروستیو کې ډېری دغه مرکزونه خلکو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه د موسسو په همکارۍ بېرته فعال شوي او د مرکز په ګډون لرو سیمو کې د روغتیايي خدماتو له اړخه د خلکو اندېښنو رفع کولو لپاره هڅې دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د عامې روغتیا وزارت له لوري هڅې روانې دي او ټاکل شوې چې په راتلونکي کال کې په ټول هېواد کې ۵۰۰۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شي چې د تخار لرې سیمې هم پکې شاملې دي، څو خلک د دغه ولایت په لرو ځایونو کې هم له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شلوکلونو کې د تخار ولایت د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د سختو جګړو میدان و چې په پایله کې یې خلک له ډېرو خدماتو په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو محروم پاتې شوي دي.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.