ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د اقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د کندوز د اقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
15 May 2023 - 16:41
د کندوز د اقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
15 May 2023 - 16:41

کندوز (پژواک، ٢٥ غویی ١٤٠٢): د کندوز د اقتاش ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، ډېری وخت یې ناروغان روغتون له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکوي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په کچه درې لومړني روغتیایي مرکزونه فعالیت کوي.

د اقتاش ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالله وايي، د یادې ولسوالۍ مساحت لوی دی او دلته موجود روغتیايي مرکزونه د خلکو ستونزې نه شي حل کولای.

هغه زیاته کړه: «کله چې دلته ناروغ پیدا شي، روغتیایي مرکز ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ پوره روغتیایي اسانتیاوې نشته، باید لایق ډاکټران چې عملیات وکولای شي، وګومارل شي.»

د اقتاش یوه بله اوسېدونکې لطیفه وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ کلینیک ته قابله راشي، امیدواره مېرمنې کلینیک ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي، باید دغه مرکز ته درمل هم ورکړل شي.»

د یادې ولسوالۍ د ځینو سیمو اوسېدونکي هم له حکومته غواړي څو د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ورته وخت کې، د یادې ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو کې ځیني ډاکټران هم روغتیايي ستونزې جدي ګڼي او ورته د رسېدنې غوښتونکي دي.

په اقتاش ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز ډاکټر، محمدزمان کریاب پژواک ته وویل: «د اقتاش ولسوالۍ نفوس ډېر دی، خلک له لرو سیمو راځي، زموږ کلینیک ټولو ستونزو ته رسېدنه نه شي کولای؛ هغه درمل چې دلته راځي، کافي نه دي، بله ستونزه د امبولانس ده؛ هغه ناروغ چې له لرې سیمې راځي، باید د کندوز روغتون ته انتقال کړای شي.»

بلخوا، د کندوز د عامې روغتیا رییس نجیب‌الله ساحل وايي، د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي او زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت پلان لري څو په لرو سیمو کې هم روغتیایي مرکزونه جوړ کړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده، له دې مخکې هم د کندوز د نورو برخو اوسېدونکو روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایت درلود او د حل غوښتونکي یې وو.

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.