ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د تخار ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
17 Apr 2023 - 16:16
د تخار ځیني اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
17 Apr 2023 - 16:16

تالقان (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د تخار د ځینو لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو او اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي او وايي، له کلونو راهیسې له معیاري دولتي مرکزونو بې برخې دي او د اقتصادي ستونزو له امله د دې توان نه لري څو خپل ناروغان خصوصي روغتونونو ته بوځي.

د هغوی په په خبره، هغه دولتي روغتيايي مرکزونه چې د یاد ولايت په يو شمېر سيمو کې دي، هیڅ امکانات او ان امبولانس هم نه لري.

یاد کسان زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله ډېری وخت نه شي کولای خپل ناروغان خصوصي روغتونونو ته انتقال کړي او حکومت باید دې برخې پاملرنه وکړي.

د دغه ولایت د دشت‌قلعه ولسوالۍ یو مدني فعال فتح‌الله دولت‌یار وايي: «د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې هیڅ روغتیايي مرکز د اړتیا وړ خدمتونه او امکانات نه لري چې له امله یې اکثره ښځې د زېږون پر مهال له جدي ستونزو سره مخ کېږي.»

د هغه په خبره، د معیاري روغتیايي مرکزونو چې په هغو کې د نسايي ولادي څانګې فعالې وي، په دې ولسوالۍ کې یوه له جدي اندېښنو ګڼل کېږي چې د شپې له خوا د موټرو نشتوالي او له مرکز سره د ډېر واټن له امله خلک د ناروغانو په لېږدولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه له سرپرست حکومته غواړي چې په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، تمویل او تجهیز دې یې کړي څو د په دې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

د تخار د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکی عتیق‌الله چې خپله مېرمن او مور یې د درملنې لپاره د تخار مرکز تالقان ته راوستلې وايي: «په هغو سیمو کې چې اوسېږو، معیاري روغتیايي مرکزونه نشته، هغه روغتیايي مرکزونه چې د ولسوالۍ په مرکز کې فعالیت لري، د ناروغانو اړتیاوې نه شي پوره کولای.»

هغه زیاتوي، د ورځې له ۵۰ افغانیو ډېر عاید نه لري، خو کله چې خپل ناروغان د درملنې لپاره پلازمېنې ته لېږدوي، باید تر دوه زره پورې د موټر کرایه ورکړي.

د هغه په خبره، په داسې حال کې چې په بد اقتصادي وضعیت کې دی، که په مناسبو امکاناتو یو دولتي روغتیایي مرکز په هغې سیمه کې چې دی ژوند پکې کوي، جوړ شي نو له داسې ستونزو به خلاص شي.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکی سیدمنظر هم روغتیایي امکاناتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي، دا ولسوالي په وروستیو شلو کلونو کې د جګړې سیمه وه، له امله یې روغتیایي برخې ته هیڅ پام نه دی شوی او کوم روغتیایي مرکزونه چې په دې ولسوالي کې فعالیت کوي، د درملو امکاناتو، نسایي څانګې، ټلوېزیوني معایناتو او ان د بېړنیو ناروغانو لېږدولو لپاره د امبولانس په ګډون هیڅ ډول امکانات نه لري.

هغه زیاتوي: «له مرکز سره زموږ غځېدلې لار پر امو سیند د پله نشتوالي له امله ډېره سخته ده، ځیني وخت خپل ناروغان مرکز ته تر رسېدو مخکې له لاسه ورکوو، حکومت دې موږ ته پام وکړي.»

هغه زیاته کړه، ډېری خلک د اقتصادي ستونزو له امله خصوصي روغتونونو ته د خپلو ناروغانو لېږدولو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

په ورته وخت کې، د تخار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي یادې ستونزې تاییدوي خو وايي چې د دغه ولایت په لرو پرتو سيمو کې روغتیايي برخه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدو په موخه ګرځنده روغتیايي ټیمونه جوړوي.

هغه وایي، په روان کال کې د عامې روغتیا وزارت د هېواد په کچه ۵ زره کلینیکونه جوړوي او تخار هم په هغو ولایتونو کې شامل دی چې روغتیایي مرکزونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې د جګړې او د تېر حکومت نه پاملرنې له امله اوس د تخار په لرو پرتو سیمو کې خلک معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.