ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

د بدخشان د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

author avatar
24 May 2023 - 16:27
د بدخشان د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري
author avatar
24 May 2023 - 16:27

فیض‌اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د بدخشان په ۱۳ ولسوالیو کې له شلو ډېر د لرو کلیو اوسېدونکي وایي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په سیمو کې یې د لازمو روغتیایي امکاناتو او مرکزونو درلودل ورته یو خوب ښکاري.

د جرم ولسوالۍ د پلر کلي اوسېدونکی ۴۵ کلن ذاکرالله چې یوه پښه یې لس کاله وړاندې د ډزو له امله له لاسه ورکړې، په خپل کلي کې د روغتیایي مرکزونو جوړېدل یو خوب ګڼي او وایي: «که زموږ کلي کې او یا کلي ته نږدې روغتیایي مرکز وای نو اوس به زه معیوب نه وای.»

هغه زیاتوي، په ناپامۍ سره د یوه ملګري له لوري پرې ډز وشو او کله چې یې غوښتل د جرم ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته یې ولېږدوي، نو نږدې یوه شپه او ورځ یې پر مرکب  سفر وکړ څو روغتیایي مرکز ته ورسېږي.

هغه وویل، روغتیایي مرکز ته له رسېدو وروسته د ډاکټرانو پام شو چې د وینې د نه جریان له امله یې پښه له کاره لوېدلې ده.

هغه وایي: «زه معیوب شوم، ځینو ښځو هم د ولادي ناروغیو له امله خپل ځانونه له لاسه ورکړل، خو له دې وروسته هېله لرم او نه غواړم چې څوک چې روغ دي او یا د ولادي یا نورې ناروغۍ لري، ‌ډاکټر ته په ځنډ رسېدو سره دا ترخه تجربه حس کړي.»

هغه د اسلامي امارت له رهبرۍ او له نړۍوال روغتیايي سازمان څخه غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي او په سیمه کې روغتیايي مرکز ورته جوړ کړي، څو خوب یې پر ریښتیا بدل شي او بل ځل د خپلو هېوادوالو د له لاسه ورکولو شاهد ونه اوسي.

د یمګان ولسوالۍ د دشت غرمي سیمې اوسېدونکی ۵۰ کلن ملا یارمحمد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، اوس هم په دغه ولسوالۍ کې د روغتیایي خدمتونو نشتوالي ستونزه ډېره جدي ده او د بیړنیو ناروغانو لپاره د امبولانس د نشتوالي له امله ځورېږي.

نوموړی له مسوولینو غواړي چې د دوی په روغتیایي مرکزونو کې وړ او تکړه معالج ډاکټران وګوماري او ولسوالۍ ته یې –چې له مرکزه ۱۰۰ کیلومټره واټن لري- د اړتیا وړ امکانات په پام کې ولري.

په ورته مهال، د بدخشان د عامې روغتیا رییس قاري عتیق‌الله فیضي هم تایید کړه چې د لرو سیمو اوسېدونکي د کال په بېلابېلو موسمونو کې د پر وخت روغتیایي خدمتونو له نشتوالي ځورېږي او له دغې ادارې څخه په خپلو سیمو کې د لا ډېرو روغتیايي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «په جرم ولسوالۍ کې د پلر، کوجګکه دره‌خېل او ارخو کلي، په شکي درواز کې سنګلیچ، تګاب کې کرک او خیل اسپ، کران او منجان کې اسکاسپک، اب یمک او روباغان، د فیض‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې څلورمه ناحیه او د ده‌کلان ده‌شهیدان کلي، ارغنجخواه کې اندراب، ارګو کې کهنه بتاش او قره‌مغل، راغستان کې احمد، واخانو کې د غلامان او یاوان ولسوالۍ کې اب زمچ کلي اوسېدونکو د عریضو په ترڅ کې له دغه ریاست څخه د هغوی په سیمو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړولو او د روغتیایي موسسو د ډېر فعالیت غوښتنه کړې ده.»

د بدخشان د عامې روغتیا رییس وایي، د دغه ولایت په زیان‌منونکو سیمو کې څه باندې ۱۵ روغتیایي مرکزونه موجود دِ چې ځیني یې نوي تاسیس شوي او ځینو ارتقا موندلې ده.

خو هغه وویل، د ملي بودجې د نه منظورېدو له امله یې فعالیت ځنډول شوی چې د بودجې له توشیح سره به ډېر ژر د رسمي فعالیت شاهدان واوسو او ورسره به د خلکو څه نا څه ستونزې حل شي.

هغه زیاتوي، اوسمهال په هغو سیمو کې چې روغتیایي مرکزونه نشته، ګرځندو روغتیایي ټیمونه فعالیت کوي او خدمتونه په نورمال ډول روان دي.

Visits: 112

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.