ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

author avatar
1 May 2023 - 12:17
د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري
author avatar
1 May 2023 - 12:17

کندوز (پژواک، ١١ غویی ۱۴۰۲): د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ د لرو سیمو ځيني اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د هغوی په خبره، اوسمهال ډېرې کورنۍ روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په وروستیو کلونو کې د جګړې او نورو ستونزو له امله هېڅ اړتیاوو ته یې پاملرنه نه ده شوې.

چهاردره د کندوز یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې په تېرو کلونو کې د سختې او مرګونې جګړې شاهده وه.

د یادې ولسوالۍ د لرو سیمو اوسېدونکي وایي، اوس چې په دغه ولایت کې جګړه ختمه شوې، سرپرست حکومت دې د ولسوالۍ په لرو سیمو کې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي، څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د هغوی په خبره، په تېرو کلونو کې ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې، په سیمو کې يې د روغتیایي مرکزونو نشتون د دې لامل شوی چې ډېری وخت ناروغان یې له ستونزو سره مخ شي او کله هم روغتیایي مرکزونو ته پر وخت نه رسېدو له امله ژوند له لاسه ورکړي.

د یادې ولسوالۍ د آخ شاخ کلي یوه اوسېدونکي عبدالمالک جلالزي له پژواک سره په خبرو کې په خپل کلي کې د روغتیایي مرکز نشتوالی یوه جدي ستونزه یاده کړه او له سرپرست حکومته یې دې ستونزې ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: «زموږ له کلي تر ولایته یو ساعت لاره ده، سړکونه هم خراب دي، که عاجل مریض پیدا شي امکان لري چې ومري، یوه میاشت مخکې مې د تره لمسی ناروغ شو، موټر مو دربست ونیو خو مرکز ته له رسېدو مخکې ومړ.»

نوموړی وایي، په تېرو کلونو روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.

هغه له حکومته دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی جمعه‌ګل ارماني هم د ولسوالۍ په لرو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو نشتوالی یوه جدي ستونزه یادوي او وایي، د دوی په سیمه کې یو یا دوه روغتیایي مرکزونه شته خو په ډېرو لږو روغتیایي امکاناتو خدمات وړاندې کوي چې د خلکو ستونزو ته بسنه نه کوي.

نوموړی هم له حکومته دې ستونزې ته د رسېدو غوښتنه کوي.

هغه وایي: «زموږ ستونزې ډېرې دي، زموږ په سیمه کې یو کلینیک شته کله خو کله چې ناروغان ورشي نو ښه درمل نه ورکول کېږي؛ زموږ غوښتنه داده چې د خلکو ستونزو ته  دې رسېدنه وشی.»

په ورته وخت کې، د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب‌الله ساحل وایي، د عامې روغتیا وزارت په لرو سیمو کې د کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو جوړولو پلان لري څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشی.

هغه زیاتوي، سربېره پر دې د یاد ولایت په لرو سیمو کې یې ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ کړي دي، څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

نوموړي وویل: «د عامې روغتیا وزارت په نظر کې لري چې د کندوز ولایت په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د ستونزو هواري په موخه ۲۷ کلینیکونه جوړ کړي، په دې برخه کې کار روان دی، هیله‌من یو چې په راتلونکي کې دې ستونزو ته رسېدنه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د کندوز د نورو سیمو اوسېدونکو هم په خپلو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو له نشتوالي شکایت لرلی او له مسوولینو یې غوښتي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

Visits: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.