ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال د ۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

تېر کال د ۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

author avatar
28 Apr 2023 - 11:00
تېر کال د ۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي
author avatar
28 Apr 2023 - 11:00

کابل (پژواک، ۸ غویي ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل چې ‌د دغو زعفرانو ډېره برخه یې د هوایي دهلیز له لارې هندوستان، متحده عربي اماراتو او چین ته صادر شوي او بیا له یادو هېوادونو څخه سوداګرو امریکا، اسټرالیا، مراکش او اروپایي هېوادونو لکه هسپانیا، هالنډ، ایټالیا او جرمني ته صادر کړي دي.

زعفران یو مشهور او لرغونی بوټی دی چې له لس تر دېرش سانتي متر پورې لوړېږي او د پیاز او هوږې په څېر غوټې لري.

زعفران په عمومي توګه بنفش او ارغواني رنګه ګلان لري چې د ګلانو په منځ کې یې درې وړې وړې نازکې څانګې چې سوربخون او نارنجي رنګ لري، را ټوکېږي چې بیا د زعفرانو کروندګر له هر بوټي څخه همدغه درې نازکې او وړې څانګې راټولوي چې همدا بیا د زعفرانو په نامه یادېږي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.