منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تېر کال د ۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۸ غویي ۱۴۰۲): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۲۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل چې ‌د دغو زعفرانو ډېره برخه یې د هوایي دهلیز له لارې هندوستان، متحده عربي اماراتو او چین ته صادر شوي او بیا له یادو هېوادونو څخه سوداګرو امریکا، اسټرالیا، مراکش او اروپایي هېوادونو لکه هسپانیا، هالنډ، ایټالیا او جرمني ته صادر کړي دي.

زعفران یو مشهور او لرغونی بوټی دی چې له لس تر دېرش سانتي متر پورې لوړېږي او د پیاز او هوږې په څېر غوټې لري.

زعفران په عمومي توګه بنفش او ارغواني رنګه ګلان لري چې د ګلانو په منځ کې یې درې وړې وړې نازکې څانګې چې سوربخون او نارنجي رنګ لري، را ټوکېږي چې بیا د زعفرانو کروندګر له هر بوټي څخه همدغه درې نازکې او وړې څانګې راټولوي چې همدا بیا د زعفرانو په نامه یادېږي .

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې ډېر زعفرانو کښت په هرات، بلخ، او سرپل ولایتونو کې کرل شوي وو او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم کرل کېږي.

د هغه په وینا، د افغانستان زعفران ښه کیفیت لري نو ځکه یې په نړۍ کې لومړۍ مقام خپل کړی او دغې چارې زیات بزګران هڅولي څو د دغه محصول کرلو ته مخه کړي.

د ده په خبره، ډېری صادراتي اقلام، وچه مېوه او زعفران په افغانستان کې د ننه پروسس او بسته بندي کېږي او دغه پروسس او بسته بندي پر نړۍوالو معیارونو برابره ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صادراتو پراختیا لپاره ځينې پروګرامونه لري چې اوس مهال له بېلابېلو هېوادونو سره پر خبرو بوخت دی څو سږ د تېر کال په پرتله د هوایي دهلیز له لارې د هېواد وچه مېوه، غالۍ او زعفران ډېر صادر کړي

د یادونې وړ ده چې له زعفران څخه په طبي برخه کې د ځینو درملو په جوړولو کې هم ګټه اخیستل کېږي.

زعفران په ځینو خوړو په تېره بیا وریجو او د خوږو شیانو په تیارولو کې هم ګټه اخیستل کیږي او نن د نړۍ په بازارونو کې د یو کیلوګرام اصلي زعفران بیه له ۳۵۰۰ امریکایي ډالرو نیولې تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد