ګردېز (پژواک، ٩ غويی ١۴٠٢): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
د پکتيا د ترافيکو رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن غرمه د ګردېز اړوند په تېرې کنډو سيمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاده پېښه د يوې سراچې او هايلکس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډن ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
د ګردېز حوزوي روغتون يوه ډاکتر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې له يادې پېښې روغتون ته ١٣ ټپيان راوړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د سرچينې په خبره، دغه کسان د پکتيکا ولايت اوسېدونکي او کابل ته پر لار وو.
د يادونې ده، د تېرې کنډو هغه غرنۍ سيمه ده چې وخت ناوخته پکې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن