کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ګډ امنیتي تړون سازمان په ناسته کې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو د خبرو تر څنګ له اسلامي امارت سره له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار وشو.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه او تاجکستان د دغه سازمان غړيتوب لري او دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت لوړپوړی استازی د دغه سازمان په غونډه کې ګډون کوي.
تکل وایي، مسکو کې د افغانستان لوی سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د غويي په ۷مه د یاد سازمان د سکرټریټ په رسمي بلنه په یاده غونډه کې ګډون وکړ.
هغه لیکلي، په غونډه کې – چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه ـ پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره د افغانستان له اسلامي امارت سره د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د سیمې هېوادونو پرهمکارۍ ټینګار وشو او له افغانستان سره پر بشري مرستو خبرې وشوې.
تکل زیاتوي: «ښاغلي سرپرست (غروال) د خپلې وینا په ترڅ کې د هېواد پر سیاسي جوړښت، ډاډمن امنیت، د ناامنۍ او مخدره توکو پر وړاندې پر مبارزې سربېره د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم رڼا واچوله او د غونډې ګډونوالو اندېښنو په اړه یې هغوی ته ډاډ ورکړ.»
د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون په نوم سیمهییز سازمان د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په سلواغې میاشت کې خبرداری ورکړی و چې ترهګرو ډلو د افغانستان په شمال کې د تاجکستان پولې ته څېرمه خپل ۴ زره وسلهوال ځای پر ځای کړي دي.
یاد سازمان اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې مېشتې ګڼې سختدریځې اسلامپالې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لوی ګواښ دي خو اسلامي امارت د یاد سازمان غړو هېوادونو اندېښنې بېاساسه بللې وې او ټینګار یې کړی و چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته امنیتي ګواښ نشته.
Views: 154
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن