Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې نن د دوه اونۍ مخکې په پرتله د سرو زرو او بورې بیې لوړې شوې

کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): په کابل ښار کې نن د دوه اونۍ مخکې په پرتله د هندي بورې او سرو زرو بیې لوړې شوې، خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک اژانس وویل، نن د دوه اونۍ مخکې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۳۳۷۰ نه ۳۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د هندي بورې د وارداتو کمېدو له امله په کابل ښار کې یې بیه لوړه شوې ده.

هغه زیاتوي، نن هم د دوه اونۍ مخکې په څېر، په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۸۵۰افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۹۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لوړې شوې دي

د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ څښتن محمدفواد وویل، د تېرې دوو اونیو په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۴۵۰ نه ۴۵۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سررو زرو بیه له ۳۵۰۰ نه ۳۵۵۰‎ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بییو لوړېدل، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیې له لوړوالي سره اړیکه لري.

د نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن هم د دوه اونیو مخکې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۷۰ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه ۷۲ افغانۍ ده.

دغه‌راز د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې نن هم د دوه اونۍ مخکې په څېر یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۶ افغانۍ پلوري.

د پاکستاني کلدارو او امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۶.۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۳ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وري په ۲۶مه، د یو امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۶.۱۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۳ افغانیو بدلېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.