ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
29 Apr 2023 - 16:06
تېره اونۍ افغانستان کې ۲۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
29 Apr 2023 - 16:06

کابل (پژواک، ۹ غويی ۱۴۰۲): تېره اونۍ په داسې حال کې د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې ناستې د اجنډا په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې چې په همدې اونۍ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ا.ا پر ځینو تګلارو نیوکې هم لرلې.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه وغندل او د لرې کېدو غوښتنه یې وکړه.
  • مجاهد: د ښځو حقونو ته ژمن یو، خو تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړل شي.
  • په ویانا کې د ا.ا مخالفو څېرو غونډه: نړۍوال دې «د افغانانو د مقاومت ټولې بڼې» په رسمیت وپېژني.
  • مجاهد د ویانا غونډې په غبرګون کې: چاته فرصت نه ورکوو چې افغانستان ته سرخوږی جوړ کړي.
  • ټاکل شوې ملګري ملتونه د افغانستان په تړاو د غویي په ۱۱مه او ۱۲مه دوحه کې غونډه جوړه کړي.
  • د دوحې غونډه؛ آمنه محمد: د ا.ا رسمیت پېژندنې په اړه غور کوي، خو ځینې نورې سرچینې: د رسمیت پېژندلو موضوع د ناستې اجنډا کې نشته.
  • جاپان افغانستان کې د روغتیا له برخې سره ۱۹ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، په بادغیس او اروزګان کې د ځمکې پر سر شخړو کې دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي، ناپېژاندو وسله‌والو په بغلان کې د یوه ښوونځي مدیر، په اروزګان کې يو ځوان په ډزو، په فارياب کې يو کس د چاقو په ګوزارونو وژلي او په ننګرهار کې يې يو ځوان مسموم او بیا وژلی دی.

د راپورونو له مخې، په ميدان وردګو کې د ناچاوده توکو چاودنې له امله پنځو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپيان دي، په غور کې يوه دولس کلنه ماشومه او په فاریاب کې يو نهه کلن ماشوم د سهوي ډزو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو ‌پرېکړه‌لیک په تصویب سره د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز غندلی او د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د امنیت شورا له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، نړۍواله ټولنه به په داسې حال کې څنډې ته پاتې نه شي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو محرومې وي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په غبرګون کې ویلي، د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز د افغانستان کورنۍ مسله ده، خو د افغان ښځو حقوقو ته ژمن دي او په ډاګه کوي چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړل شي.

د ويانا ناسته

تېره اونۍ، د اتریش نړۍوال انسټېټیوټ له خوا د اسلامي امارت یو شمېر مخالفو څېرو د اتریش په مرکز ویانا ښار کې یوه غونډه وکړه. د دغې غونډې په اعلامیه کې د هغوی ترمنځ پر انسجام ټینګار شوی دی.

د یادې ناستې ګډونوالو د تر ټولو غوره لارې په توګه پر مذاکراتو او سوله‌ییزې سیاسي حل‎لارې د ټینګار ترڅنګ، داسې مهال له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو «د افغانانو د مقاومت ټولې بڼې» په رسمیت وپېژني چې له دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو او نړۍوالې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د وسله‌وال مقاومت ملاتړ نه کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې غونډې د اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چاته فرصت نه ورکول کېږي چې افغانستان ته سرخوږی جوړ کړي.

هغه زياته کړې: «کومې څېرې چې په ویانا غونډه کې سره راټولې شوې وې، د افغانستان خلک یې ډېر ښه پېژني او د افغانستان د تېرو څو لسیزو په بدبختیو کې مستقیم لاس لري، نو افغانان بیا نه غواړي چې پر هغوی اعتماد وکړي او نه هغوی د افغانستان د خلکو درد دوا کولای شي.»

د دوحې راتلونکې ناسته

شاوخوا دیارلس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د امریکا متحده ایالتونو په پرنسټن پوهنتون کې په یوه سیمینار کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل، د ملګرو ملتونو سازمان په راتلونکو ورځو کې د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه په دوحه کې د کنفرانس پر جوړولو غور کوي.

تر دې څرګندونو وروسته، د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان‌الحق خبري غونډې ته وویل، دا غونډه د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره نه ده او په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره د یوې اجماع پر رامنځته کولو تمرکز کوي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاتل ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو موضوع د دوحې ناستې په اجنډا کې نشته.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، راتلونکې اونۍ په دوحه کې د افغانستان په اړه کېدونکې غونډه کې ګډون کوي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې ویلی، هیله لري د دوحې غونډې ګډونوال د اسلامي امارت مثبتو او مهمو کړنو ته په پام اغېزناکې او مثبتې پرېکړې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیل‌زاد ويلي چې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې غونډه بايد له افغانستان سره د نړۍوال تعامل د لارې نقشه برابره کړي.

په ملګرو متلونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي، د دوحې په ناسته کې به د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې و نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان په تړاو د قطر پلازمینې دوحه کې کېدونکي نړۍوال کنفرانس کې یې اسلامي امارت ته بلنه نه ده ورکړې.

د ترهګرۍ پر مرکز د افغانستان د بدلېدو ادعا

د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت یو تازه ډاګیز شوی سند ښيي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر مرکز بدل شوی او په افغانستان کې د «داعش» ډله هڅه کوي سفارتونه، سوداګریز مرکزونه، کلیساوې او د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ په نښه کړي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت ياد رسنيز شوی سند مغرضانه او د همېشني پروپاګند برخه بللې، رد کړی یې دی او ویلي یي دي چې افغانستان د سیمې په کچه پر یو امن هېواد بدل شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم دا څرګندونې چې ګواکې افغانستان د ترهګرۍ پر ځالې بدل شوی، «احساس پاروونکې مبالغه او غیرموجه» ګڼلي دي.

د مرستو دوام

راپورونه ښيي چې جاپان په افغانستان کې میندو او ماشومانو ته د واکسینونو برابرولو او د ساري ناروغیو مخنیوي په موخه ۱۹ میلیون امریکایي ډالر مرسته کړې دی.

Visits: 199

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.