ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه وایي، د دوحې کنفرانس کې یې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې

ملګري ملتونه وایي، د دوحې کنفرانس کې یې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې

author avatar
29 Apr 2023 - 01:40
ملګري ملتونه وایي، د دوحې کنفرانس کې یې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې
author avatar
29 Apr 2023 - 01:40

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۲): ملګري ملتونه وایي، د افغانستان په تړاو د قطر پلازمېنې دوحه کې کېدونکي نړۍوال کنفرانس کې یې اسلامي امارت ته بلنه نه ده ورکړې.

ټاکل شوې، دغه کنفرانس راتلونکې اونۍ (د مې په لومړۍ نېټه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټیرش په مشرۍ پیل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفانو ډوجاریک د غویي په ۸مه، په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې سرمنشي د افغانستان سرپرست حکومت (اسلامي امارت) ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

تر دې مخکې، تېره اونۍ د ملګرو ملتونو مرستیالې آمنه محمد د یاد کنفرانس د جوړېدو د خبر ورکولو ترڅنګ ویلي و چې په دغه کنفرانس کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان د سرپرست حکومت پر رسميت پېژندلو هم خبرې کېږي.

د نوموړې دغه څرګندونې د امریکا ترڅنګ، د یو شمېر هېوادونو او افغان سیاستوالو له کلک غبرګون سره هم مخ شوې وې، خو وروسته هغې وویل چې د افغان نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو کلک ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وویل، دغه کنفرانس چې د راتلونکې دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کې ترسره کېږي، پکې له افغانستان سره د دوامدارې ښکېلتیا او د نړۍوالو د ګډو اهدافو په اړه خبرې او بحثونه کېږي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې د یاد کنفرانس د ګډونوالو هېوادونو نومونه او شمېره په ډاګه نه کړل، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مرستیال مارکس پوټزل پرون د ریاست‌الوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې وویل چې د ۲۲ هېوادونو ځانګړي استازي او د دوو نړۍوالو سازمانونو استازي پکې ګډون کوي.

هغه د یاد کنفرانس په اړه نور معلومات حنفي ته ورکړل او ویې ویل، د افغانستان، سيمې او نړۍ د دايمي امنيت، بشري حقونو او د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو په اړه به پکې بحث او خبرې کېږي.

ملګرو ملتونو په داسې حال کې د افغانستان سرپرست حکومت ته په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې چې د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې په ټینګار سره ویلي وو، د دغه کنفرانس په څنډه کې باید له سرپرست حکومت سره هم ځانګړې ناستې وشي.

[/restrict]

Views: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.