پلخمري (پژواک، ٩ غويی ١۴٠٢): د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو ځوان وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د غویی په ٩مه پژواک اژانس ته وویل چې وړمه ورځ د خوست ولسوالۍ اړوند په یوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر شخړه شوې ده.
هغه وایي، په دغه شخړه کې يو ځوان لومړى سخت ټپي شوى و چې بيا وروسته يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
دغهراز د خوست ولسوالۍ اوسېدونکي مصطفی محمدي پژواک ته وویل چې وړمه ورځ په مندهچنار کلي کې د نصیر عليپور او معلم همایون د کورنیو ترمنځ د ماشومانو پرسر شخړه شوې ده.
هغه وايي، په دې شخړه کې نصیر مړ شوى او پلار او بل کوچنى ورور يې ټپيان شوي دي.
هغه زیاته کړه، تر اوسه نه ده معلومه چې په دې شخړه کې له وسلو کار اخیستل شوی او کنه؟
د يادونې ده، يوه مياشت وړاندې هم په یادې ولسوالۍ کې د يوې ونې پر سر شخړه کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
Views: 144
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن