[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۲): د لوګر سیمهييز مسوولین وایي، د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې له عثمانیهالبنات دیني مدرسې څخه ٨٠ نجونې فارغې شوې.
د باختر اژانس د خبر له مخې، په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د ولایتي ادارې پر مسوولینو سربېره، دیني عالمانو، مشرانو، د سیمې اوسېدونکو او د فارغو حافظانو د کورنۍ غړو ګډون کړی وو.
په یادو مراسمو کې ویناوالو په وار سره د اسلام مقدس دین له نظره د نجونو د تعليم او تربيې، عقيدې او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو هراړخیزې خبرې وکړې او د فارغ شوو حافظانو کورنیو ته یې د دغه ویاړ مبارکي وړاندې کړه.
دغهراز د یادې مدرسې مسوولینو په خپلو خبرو کې وویل، نن له يادې مدرسې څخه ٦٠ نجونې د قرآنکريم له حفظ او ٢٠ نورې د ناظرې له څانګې څخه فارغې شوې او اوسمهال د دغې دیني مدرسې په بېلابېلو څانګو کې ٤٠٩ ښځینه زدهکوونکې پر اسلامي زدهکړو بوختې دي.
باید وویل شي، د یادې دیني مدرسې درسي بهیر د ١۴ ښځینه او ۳ نارینه استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي.
[/restrict]
Views: 270
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن