خوست ښار (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۲): په خوست کې د پوليسو د تخنيکي او مسلکي زدهکړو روزنیز مرکز پرانيستل شو.
د پوليسو د تخنيکي او مسلکي زدهکړو دغه مرکز نن (د غويي ۱۱مه) د یاد ولايت مرکز اړوند د صحراباغ په نظامي اډه کې پرانيستل شو.
په یاده نظامي اډه کې د تېر جمهوري نظام پر مهال بهرني ځواکونه مېشت وو چې د «سالارنو» په نوم پېژندل کېده.
د خوست ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په یاد روزنيز مرکز کې به نوو پوليسو ته د عقيدتي زدهکړو ترڅنګ بېلابېلې تخنيکي او مسلکي زدهکړې ورکول کېږي.
د خوست امنیه قوماندان مولوي محبوبشاه قانت د یاد روزنیز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې تر دې مخکې د دغه ولايت پوليس د مسلکي او تخنيکي زدهکړو لپاره پکتيا ولايت ته استول کېدل.
هغه وويل، له دې وروسته نوي جذبېدونکي پوليس اړ نه دي چې بل ولايت ته لاړ شي، بلکې په دغه مرکز کې به د مسلکي او باتجربه استادانو له خوا زدهکړې ورکول کېږي.
نوموړی زياتوي: «هر ځای کې په هر نظام کې ډیسپیلن ته ضرورت وي، دغه نظام روزنیز مرکزونو ته ضرورت لري؛ پخوا زموږ ځوانان د زون په کچه ګردېز ته تلل او اوس به په خوست کې دننه بغیر له سفر کولو دلته تعلیم حاصلوي.»
په ورته مهال، د یاد روزنيز مرکز يوه استاد څارمن عبدالمتین نیازي وویل چې دغه مرکز کې پوليسو ته د کورنیو چارو وزارت اړوند نظامي، تخنیکي او مسلکي زدهکړې ورکول کېږي .
هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې په خوست کې د دغه مرکز جوړېدو ته ډېره اړتيا ليدل کېده.
هغه زياته کړه: «مسلکي او تخنیکي زدهکړې څو برخې لري، تخنیک دی، تکتیک دی، عملیات دي، حربي فعالیتونه دي، پیره، ګزمه، تلاشي، خلکو سره رویه، اخلاق او نظامي اصولنامې، تعلیماتنامې دي.»
بل پلو، ياد روزنيز مرکز ته يو شمېر نوي جذب شوي پوليس هم وايي چې د دغه مرکز په نشتون کې دوی اړ وو چې د زدهکړو لپاره بل ولايت ته سفر وکړي.
دوو پوليسو طاهرالله او صابرالله په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: «ډېر مشکلات وو چې موږ ګردېز ته کله تلو، ځای لرې و، دا ډېره د خوښۍ خبره ده چې صحرا باغ کې اکاډمي جوړه شوه، پخوا ډېر مشکلات وو، دلته به وظیفه په سم ډول نه ورنه اجرا کېده، خپل ولایت کې، کور کې دې کوم مشکل وي نږدې وي، اوس ډېر سهولیت کې یو.»
د مسوولينو په وينا، د ياد روزنيز مرکز د زدهکړو موده دوه مياشتې وخت نيسي چې په هره دوره کې به شاوخوا پنځوس پوليس فارغېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP